له خبریال ډاټ کام سره دچټکو اړیکو لپاره له دې برخي‌ کار واخلئ

بېړنی خبر
کور / افغانستان او نړۍ / جمعه خان همدرد پر ځینو وکیلانو نیوکي وکړې

جمعه خان همدرد پر ځینو وکیلانو نیوکي وکړې

 

د پکتيا والي جمعه خان همدرد د ولسي جرګي په يو شمير وکيلانو او سنا تورانو نيوکه وکړه  چې د شخصي غوښتنو پر سر يې ورسره عقده اخيستې او دده په  اداره پسي بې بنسټه تبلغات کوي.

هغه زياته کړه چې يو شمير وکيلان او د سنا مجلس غړي  په پکتيا کې د شخصي ګټو پر سره

 د فساد په نامه د پکتيا اداره تخريبوي .والي زياته کړه ملی شورا يو شمير غړو ورڅخه  د کورنو او نمرو غوښتنه کړي خو دوي يې دا غوښتنه نه ده منلي او اوس په دوي پسي بي بنياده تبليغات کوي .والی  که څه هم د چا نوم وانخيست خو ويي ويل که اړتيا وليدل شي د ټول اسناد به رسنيو او ولسونو ته وړاندې کړي 

نومړي دغه خبرې د نشي توکو په اړه په جوړه شوي غونډه کې وکړي او زياته يې کړه چې پکتياوال بايد خپلمنځي اختلافات له منځه يوسي د سيمي د امنيت او جوړښت لپاره کار وکړي .

هغه په خلکو غږ وکړ چې د غزني د خلکو له پاڅون نه په الهام اخيستلو سره په خپلو سيمو کې هم دهغو ټولو خلکو په وړاندې ودريږې چې ښوونځي سوځي او خلک وژنې .

دا لومړی ځل نه ده چې د ولسي جرګي او مشرانو جرګي په غړو په ادراو کې د لاسوهني نيوکه کيږي وړاندې له ده هم يو شمير وزيرانو او د ولايتونو واليانو د ولسي جرګي په يو شمير غړو نيوکه کړي وه چې په اداره کې يې لاسوهنه کوي .

د ولسي جرګي په يو شمير وکيلانو په داسی وخت کې د قانون د ماتولو او فساد  تور لګيږي چې دوي خپله د قانون  دملاتړ او د فساد د له منځه وړلو لويه دنده پر غاړه لرې .

بیا یې وګورئ

11905385_755295584615774_5849509534694170923_n

ميرزا خان:په نوزاد او موسى کلا کې به مځکني او هوايې بريدونه پيل کړي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ارکان حرب ډګر جنرال قدم شا شهیم ...

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com