The news is by your side.

ځوانان: د کرېکټ میلیون لیګ سیالیو ترسره کېدو ته باید اجازه ورکړل شي

خبریال وېب پاڼه/ کابل کې یو شمېر ځوانانو د کرېکټ بورډ له لوري د میلیون لیګ سیالیو د نه اجازې ورکولو پر خلاف لاریون کړی وو او د کرېکټ میلیون لیګ سیالیو د ژر ترسره کېدو غوښتنه یې وکړه.

لاریون والو وویل د کرېکټ میلیون لیګ سیالیو ترسراوي ته باید اجازه ورکړل شي او که یې غوښتنه ونه منل شوه بیا به هم د کرېکټ بورډ پر خلاف لاریون ته راووځي.

کابل کې له دې لاریون وړاندې په خوست ولایت کې هم د جنوب لویدیځ زون ځوانانو د کرېکټ بورډ له لوري د میلیون لیګ سیالیو پیلېدو ته د نه اجازې ورکولو پر خلاف لاریون کړی وو.

په لاریون کې د خوست او لویې پکتیا ځوانانو له ولسمشر وغوښتل چې د کرېکټ یورډ رییس فرهان یوسفزی محاکمه کړي او کرېکټ وژغوري.

خو کرېکټ بورډ بیا په خوست ولایت کې د لاریون سره هم مهاله پر هماغه ورځ اعلامیه خپره کړه چې د میلیون لیګ سیالیو تنظیموونکي دې د دوی شرایط او اصول باید پوره کړي.

د میلیون لیګ سیالیو تنیظموونکی د کرېکټ ملي لوبغاړی شاپور ځدارڼ دی چې غواړيپه خوست ولایت کې یې ترسره کړي او د دې لپاره یې له لمر ټلوېزیون سره د نشرېدو تړون هم لاسلیک کړی خو کرېکټ بورډ یې نه پرېږدي او د پیلېدو اجازه نه ورکوي. او له دې سره سره یې پر وړاندې خنډونه او ستونزې هم جوړوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.