The news is by your side.

عمران خان روانه اوونۍ کابل ته راځي

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان لومړی وزیر عمران خان روانه اوونۍ کابل ته راځي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان روانه اوونۍ کابل ته راځي، او له افغان لوړ پوړو چارواکو سره به د افغان سولې په بهیر، د سولې په مذاکراتو، په روان سیاسي او اقتصادي وضعیت بحث او د نظر تبادله وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان کابل ته د سفر خبره په داسې حال کې را پورته کیږي، چې میاشتې وړاندې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم پاکستان ته سفر درلود او د یاد هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره یې لیده کاته وکړل.

له هغې وروسته د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولاړ او بیا د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هم د پاکستان حکومت په بلنه یاد هېواد ته سفر درلود.

ټاکل شوې نه ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به د روانې اوونۍ په کومه ورځ کابل ته راشي خو د حتمي راتګ خبر یې ورکول شوی دی.

د پاکستان لومړی وزیر به داسې مهال د سولې پر مذاکراتو خبرې وکړې، چې په دوحه کې لا هم د مرکچي پلاوو تر منځ مذاکرات په ټپه ولاړ دي، دا چې د لومړي وزیر عمران خان سفر به په مذاکراتو کومه مثبته اغېزه پرېباسي یا نه، هغه پوښتنه ده چې راتلونکی به یې ځواب کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.