کور / بوټي / خیــــــــــــار اوبادرنګ!«ترې اوبادرنګ»

خیــــــــــــار اوبادرنګ!«ترې اوبادرنګ»

 خیار چي په پښتني سیمو کي ورته چمبر خیال هم ویل کیږي اوبادرنګ خومشهور شی دی چي په همدې نامه یې هرڅوک پیژني ځکه دادواړه په یوه بحث کي ذکر کوم  چي په عظیم الشان قرآن کي د(قثاء) تری څخه دواړه مراد شوي دي  دعلامه شبیراحمد عثماني  په ترجمه کي خوپه قطعیت سره له قثاء څخه بادرنګ مرادشوي دي هم داراز یې په قوس کي ورځني ترې هم مراد کړي دي .خیــــــــــــار اوبادرنګ!

خوځینوعرب محققینو ورڅخه خیال  ،خیار یاچمبر خیال اخیستی په دې عرب محققینوکي (عبدالجبار المصري) دهذه صورة القثاء په نوم مقاله د(حسان الشامي )دهذاهوالقثاء په نوم مقاله محقق ابوعبدالله القدسي دماهي فوائدالقثاء په نوم رساله اودوکتور جابر ابن سالم القحطاني د(القثاء مسمن  ومنظم للدم )په نوم رساله لیکلې ده ،دغو ټولو اونورو ګڼ شمېر محققانو دقثاء معنی په خیار سره کړې ده ،څرنګه چي دقرآني تحقیقاتو لمن پراخه ده اودغه هم دعظیم الشان قرآن یواعجاز دی چي له یوه توري څوشیان مراد شي نوزه دټولوتحقیقاتو دمطالعې پربنسټ خیار اوبادرنګ دواړه ورځني اخلم اوپردواړو به ان شاء الله طبي بحث وکړم  ــ والله اعلم ـــ رسول الله  به چمبر خیال له خرما سره خوړلي وي که بادرنک  ؟خودکتور ابوعبدالله المقدسي اونورو یادو شویو په قطعیت سره ورځني خیار یاچمبر خیال اخستی دی .اوحافظ اکرام الدین واعظ په (الطب النبوي ) کتاب کي په قطعیت سره بادرنګ اخستی دی خوصحیحه احادیث دقثاء دخوړلو په باره کي روایت شوي دي .

عن عبدالله ابن جعفر  قال :رأیت رسول الله  یأکل القثاء بالرطب  (بخاري شریف  باب الاطعمة) 

ترجمه : حضرت عبدالله ابن جعفر  فرمایي :مارسول الله  ولید چي قثاء یې له رطب سره (خرما ) سره یوځای خوړ .

نورهم ګڼ احادیث شته خیار یوه له هغو ترکاریو څخه ده چي دنبوت سالار  خوښه کړې اودهغې خوراک یې فرمایلی دی .

په ایرانۍ پارسي کي بادرنګ ته خیار ویل کیږي ښه خبره داده چي دخیار اوبادرنګ طبي ګټي ډېري سره ورته والی لري نوکه دیوه په ځای بل وخوړل شي یاپه هغه ډول طبي نسخه ترې جوړه شي چي دکومي درملني لپاره په کاریږي نوڅه باک به نه  وي .

دخیار (ترو) ځانګړي طبي ګټي !

په خیار (ترو ) کي  أ-ب – ج- ویټامینونه – کلسیم – فوسفور اووسپنه په پراخه کچه پراته دي بارد (خنک ) دي .

امام ابن بیطار رحمة الله علیه یې په اړه وایي :خیار تربادرنګ سپک دي اوډېر ژر هضمیدونکي دي ،خنک اولوند«مرطوب »دي 

 خیار ،بادرنګ  اوژیر کډو دهغه چا خوراکونه دي چي ګرمي لري هغه څوک چي سړځګي (برودت)  لری دهغوی لپاره تاوان کوي ، نوسړځګي والاته په کاردي چي ډېر یې ونه خوري ،

اما م قزویني  دقثاء(خیار) په اړه لیکي :وان اصاب بزرها رائحة الدهن  صارت ثمرتها مرة ،واذا نقعت بزرها بالعسل واللبن تکون ثمرتها حلوة طیبة قال ابن سینا :انه ینفع من عضة الکلب الکلب اکلا،ثمرتها تسکن العطش وتقوي المثانة وتنفس حرارة المغمی علیه ،بذرها یدرالبول ویحسن اللون طلاء ویطفئ حرارة الصفراء (عجائب المخلوقات جلد(۲) ص (۳۶۵)

ترجمه : که دخیار تخم ته دغوړو بوی ورسید نومیوه یې ترخه کیږي  (داسي بریښي چي امام قزویني هم له قثاءڅخه بادرنګ اخلي ،ځکه چي ترخه په بادرنګو کي راځي په خیار کي تراوسه پوري مانه وواوریدلي چي ترخه به ورکي وي ! خودغه لیکنه مي تردې ځایه  کړې وه تکلیف مي وکړ له یوه نیژدې اوډېر نیژدې دوست څخه مي پوښتنه وکړه چي هغه هم په نباتاتوکي ډېر ښه مهارت لري چي آیا! په ترو(خیارو) کي ترخې راځي ؟ دوی وویل :هوکې! یوه یوه لکه په بادرنګو کي چي یوه ونیمه دانه ترخه راځي په دیوو کي هم راځي ! (لیکوال)

دامام قزویني دنوري لیکني ژباړه : که دقثاء(ترې) زڼي په شاتواوشیدو کي ولړل شي بیاوکرل شي نومیوه به یې خوږه اوښائسته راشي ،ابن سینا وایي :خوراک یې دلیوني سپي دچیچلو لپاره ګټور دی میوه یې تنده غلې کوي ،سپوخڅه قوي کوي دبې سده تنفسي تودوخه (حرارت) ورویساکوي ،زڼي یې دبولو ادرارورسموي چي په مخ یې وموښي رنګ  ښائسته کوي اوصفراوي تودوخه ماتوي دترې (خیار) په اړه نبوي طب ډېري ګټوري خبري لري چي دبیلابیلو تحقیقاتو اودهغه رسائلو اومقالاتوچي مایي مخکي نومونه یاد کړل خلاصه به په لنډو ټکوکي ان شاء الله وړاندي کړم :دوی وایي : ترې ادرار سموي ،وینه پاکوي ،اوصداع (دسر درد ) آراموي دکولمودګړبړ ،نقرس اودبندونو ددردلپاره یې خوړل ګټور دي . دټوخي لپاره هم ګټه کوي اودبولو سوځیدل هم رغوي ،دځيګردناروغۍ اوپاړسوبونو لپاره ښه دي ،له مستویاپیو سره خوړل یې  دغذایي تبو دورک کولو لپاره مؤثردی اوبدني تنده یې ورماتوي ،اوهم داراز عصبي کړکیچونه سپکوي دوی وایي دترې اوبادرنګ طبي ګټي سره یوشان ته دي  هم داراز ترې دنس دویني دبهیدومخه نیسي  دقوبا دناروغۍ لپاره  ګټوري دی،دپوستکي سم والی اوتازه والی کوي ،که له تودو پیو سره  نښتیځل  شوي اوبه ګډي کړي اوپرکوم ځای دردیاپېسه وي هغه ځای ورباندي موښي نوجوړیږي ،که ترې په اوبو کي بې له مالګي پخې کړي اومخ ورباندي پریولي نومخ له ټپونو اوبدرنګۍ پاکوي ،البته چي ورباندي ویې لګوي اویوڅو دقیقې یې ورباندي پریږدي ،تاوان هیڅ نه ورته رسوي ،که یې څوک خوري نوله مالګي سره دي خوري که یې معده ضعیفه اوکمزوري وي هم ګټه ورته رسوي ،

بادرنګ ! 

په اوسني تحقیقاتوکي داخبره جوته کیږي چي په عربي اصطلاح کي چي کوم شی ته موږبادرنګ وایوعرب ورته خیار وایي  اوموږ چي کوم شي ته خیار وایو دوی وهغه ته قثاء وایي ،ما په دې تحقیق پسي سخته ډیري سرګردانۍ تیري کړې خوبالاخره الحمدلله په دې موفق شوم چي دغه فرق واضح کړم اوایرانیان هم بادرنګ ته خیار وایي نودطباطبايي هغه تحقیق غلط دی چي دالبقرة دسورت د(۶۱) آیت شریف په تفسیر کي یې لیکلی دی :القثاء الخیار  – یعني قثاء بادرنګ ته وایي  .قثاء بادرنګ ته نه بلکه اصطلاحي معنی یې تره (خیال ) ده البته لکه له مخه چي موږ لیکلي وو چي دعظیم الشان قرآن داعجاز له مخي ورڅخه بادرنګ هم مراد کیدلای شي .

اوس به لږڅه دبادرنګ ځانګړي ګټي راوسپړو :امام قزویني رحمة الله علیه دبادرنګ پّه اړه لیکي :که غواړې چي بادرنګوته چینجیان تاوان ونه رسوي نودکرلوپروخت یې له زڼیو سره لږه څه نانخواه(نانخواه په پارسي کي هم نانخواه نوم لري په پښتوکي ورته ګنجدي ) ویل کیږي دډوډۍ پرمخ پاشلي کیږي » ګډه کړه بیایې وکره .

بادرنګ دتودو تبو لپاره ګټور دی ادرار سموي ،فی الحال  که سړی تږی وي اوبه کوي یې ځکه چي صفراء غلې کوي زڼي چي یې وچ کړای شي اوپه مخ یې موښي نورنګ تازه کوي (عجائب المخلوقات  جلد(۲)ص (۳۶۱)

نوي طبي تحقیقات وایي :په بادرنګ کي ډیري معدني مادې شته کوموته چي انساني بدن اړتیالري ،لکه سوډیم ،کالسیوم،فوسفور،اومغناسیم  ویټامین Aورکي زیات نغښتي دي اوویټامین B ورکي لږنوکی شته اودغه ویټامینونه یې ډېر په پوستکي کي دي نوله پوستکي سره باید وخوړل شي .

محققین وایي :بادرنګ ادرار سموي ،وینه پاکوي ،دسر درد آراموي بدن که زهرجن وي خوړل یې ګټه ورته کوي ،کولموته سم ښورښت ورکوي ،نقرس اودبندونو دردته ګټه رسوي ،ټوخي ته ښه دی ،دمتیازو دسوځل کیدو لپاره ګټور دی،دځيګر دناروغیولپاره اوپاړسوبونولپاره ګټه رسوي ،اونوري هماغه ګټي چي دترې په بحث کي یادي شوې وې ټولي ورکي شته ،هلته که وکتل شي که دچا پرسر درد وي دبادرنګ پوستکی دي پرتندي کیږدي ان شاء الله جوړیږي ،لویو اوکوچنانوټولوته ګټور دی دهاضمې دخرابوالي لپاره ګټور دی ،داینې دناروغیو لپاره یې خوړل غوره علاج دی دهاضمې دسختۍ لپاره ښه دی اودهاضمې جهاز ورسموي ،محققین وایي : په بادرنګ کي ویټامین c په پراخه کچه شتون لري .

دبادرنګ ښائسته کونکي ګټي ! 

په بادرنګ کي ډېر تجمیلي عناصر پراته دي چي پوستکی ښائسته کوي چي دخلګو دپوستکي دسمولو لپاره په کاریږي دبیلګي په توګه کبریت ماده ورکي شته چي دپوستوکي دتازه کولو لپاره په کاریږي دکلو سایډس په نوم خوږه لوړه ماده ورکي شته کومه چي دمخ پلې ورسموي اوتغذیه ورته ورکوي ،په بادرنګوکي مرطبي ،مطهري ،ملطفي اوملیني مادې شته اودټولو ډولونوپوستکو لپاره ګټور دی که دښځي پوستکی دکوچنیانودزوکړي له وجهي خراب شوی وي لکه دښځي دنس پوستکی چي کوت کوت شي اوځړېدلی پیزی ښکاریږي یایې مخ شیلې شیلې شي اوهم داراز چي څوک لمرته ګرځي یاکار ورته کوي پوستکی یې ورخرابوي نوبادرنګ دی وړوي اوپه پنبه ؤدې رااخلي مخ دي دوه ځله په ورځ کي ورباندي لړي  یانور پوستکی چي تزئین ته اړتیا لري ورباندي موښي دي ،څوورځي پرله پسې دي داسي کوي  نوسم به شي ،هم داراز که له اوبو سره بادرنګ ګډکړي جوش یعني تودې اوبه وي که سړی بدن اومخ ورباندي پریولي هم پوستکي ته  ګټه رسو ي خوداهغه پوستکي ته چي هغه  ته دهني یعني غوړجن ویل کیږي ، که دبادرنګ زڼي دشمام له زڼیو سره ګډکړي (شمام ته موږ استنبول وایو) اوپه هغوشیدو یې ولړي چي غوړځګي ورکي نه وي اوپرمخ یې نیمه دقیقه ولګوي چي وچ شي نودګلابو په اوبویې پریولي  که هغه نه وي پّه عادي اوبو دې پریولي نوپه پوستکي کي چي هرڅومره غارونه اوخندقان وي ډکوي  یې، هم داعلاج  دوچ پوستکي دتروتازه کولو لپاره هم دی .

مشهوره خبره ده چي دبادرنګ خوړل تنده ماتوي اوبدن سړوي ،دبدن تروشکي پرمعتدل حالت ساتي ،که دچاادرار سم نه وي نودبادرنګو په خوړلو سره سمیږي ځکه چي بادرنګ دمتیازو مجرا پاکوي ریګونه ،کثافات،اودمتیازو  په لاره کي وړې تیږي له له منځه وړي هم داراز که دمتیازو مسالک پاړسوبونه ولري هم بادرنګ یې ختموي بل منګه خوړل یې دویني دلوړ فشار لپاره ټک وپتری ده ،اوخوړل یې دژیړي دواده هم داراز یې خوړل دزړه  ددرزا لپاره ګټور دی اودمعدې جوش کنټرولوي ترهغه بادرنګ چي لیکي لري تک شین بې لیکو بادرنګ غوره دی بلکه په لیکو والاوو کي کله ناکله  زهر جن بادرنګ راځي  نوباید ونه خوړل شي    .

دخوب مانا !

تره په خوب لیدل  لږروزي ده ،اوکله هم  که یې  ښځه حامله وه دزوی په ماناده ،اوبادرنګ پر خپل موسم رزق اوبې موسمه رنځ دی اوکه یې ښځه حامله وه نودلور زیری دی ،که یې بادرنګ په چاړه پرې کړ نوناروغي به یې ختم شی اورک روغ به شي ،اوبادرنګ کله دخیر دسړي دراتلو زیری هم وي .   والله اعلم 

 

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …