کور / افغانستان او نړۍ / په کوټه کې بلوڅ ريپبليکن ګوند مظاهره وکړه

په کوټه کې بلوڅ ريپبليکن ګوند مظاهره وکړه

 

په کوټه کې په سلګونو پلوڅ ځوانانو او پېغلو احتجاجي مظاهره وکړه، مظاهرچينانو په بلوچستان ايالت کې د عامو ټاکنو په خلاف نارې وهلې: او b r pغوښتنه يې کوله چې په دغه ايالت کې دي راتلونکې عامې ټاکنې نه کېږي.

هغوی په دغه ايالت کې په ملتپالو ګوندونو هم سختې نيوکې وکړې او ويل يې د دغه ګوندونو مشران د لالچ او لږو پيسو په بدل کې د ټولو بلوڅانو په  حقوقو باندې پښه ږدي.

مظاهرچيانو دی ټاکنو د خپلواک کمېسيون تر څنګ له ټولو سياسي ګوندونو څخه چې به راتلونکيو ټاکنو کې برخه اخلی د  بايکاټ غوښتنه کوله.

د بې ار پي يا بلوڅ ريپبليکن پارټۍ له لورې جوړې سوې دغه مظاهرې ته د دغه ګوند ځآيي مشرانو ويناوې وکړې او پاکستاني دولت او د دغه هيواد استخباراتي ادارې يې په دغه ايالت کې د بلوڅو سياسي ځوانانو په تری تم او له هغه وروسته د هغوی د خراب سويو مړو په غورځولو کې ککړ وبلل.

مظاهرچينانو دا غوښتنه کوله چې د بلوچستان ايالت په ځينو بلوڅ مېشتو سيمو کې چې پوځي عمليات روان دي هغه دي بند کړی سي.

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

464859_428

روسیه افغانستان کې له تروریزم سره مبارزې ته چمتوده

د رپوټونو له مخې پوتين افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته په یو استولې پیغام …

140427110606_poppy_afghanistan_976x549_f_nocredit

طالبان بدخشان کې خلک د کوکنارو کرکیلې ته هڅوي

په بدخشان ولایت کې وسله وال طالبان خلک د کوکنارو کرکیلې ته هڅوي. د بدخشان …