The news is by your side.

رسنۍ به درۍ ورځې د حکومت خبرونه او اعلاميې بایکاټ کړي

خبريال وېبپاڼه/ کابل پريس کلب او د افغان ژورنالستانو دفاع کمېټې دواړو د رسنيو له کورنۍ څخه غوښتي دي چې ددريو ورځو لپاره دې د حکومت هیڅ ډول خبرونه نه خپروي.

يادې دوې ټولنې په داسې حال کې د رسنیو له کورنۍ څخه د حکومتي خبرونو د بایکاټ غوښتنه کوي چې همدا نن يو خبريال د غور په ولايت کې په شهادت ورسیده.

په تېرو څلوېښتو ورځو کې دا شپږم خبريال دی چې په افغانستان کې په شهادت رسېږي، دا شمېره د نورې ټولې نړۍ د شمېرې سره هم نه ده برابره.

د حکومت د خبرونو او اعلامیو بایکاټ
دواړو ټولنو له خبريالانو او رسنيو غوښتي دي چې حکومتي خبرونه او اعلاميې دې نه خپروي، دوی ويلي چې دا بایکاټ دې لژ تر لږه درۍ ورځې دوام وکړي‌.

يادو ټولنو ځکه د حکومتي خبرونو او اعلامیو د نه خپرولو غوښتنه کړې ده چې حکومت د افغان خبريالانو په ساتنه او محافظت کې پاتې راغلی دی، تراوسه پورې چې کوم خبريالان شهیدان شوي دي نه د پخوانیو او نه هم د هغه خبريالانو چې په دې وروستيو کې شهيدان شوي قاتلين نه دي نيول شوي.

د رسنیو کورنۍ په حکومت دوه نیوکې لري، يو دا چې لومړی خو د خبريالانو په خوندي کولو کې بې غوري کوي او دوهم دا چې بيا ددوی د قاتلينو په نيولو کې د زړه څخه هڅه او کار نکوي، کار څه چې په ځينو مواردو کې هېڅ همکاري نکوي.

که هم حکومت د خلکو په سترګو کې د خاورې شیندلو لپاره دا خبرې کوي چې د الیاس داعي، يما سياوش او ملالې ميوند قاتلين يې نيولي‌ دي خو حقيقت دادی چې حکومت د خکلو او ددې خبريالانو د کورنیو سره ددې قاتلينو په هکله قانع کوونکي معلومات نه دي شريک کړي.

که دا کسان ريښتيا هم نیول شوي و، نو څوک دي، په فردي ډول خو يو شخص د ټولو رسنیو دښمني نه اخلي، ددې قاتلينو تر شاه څوک ولاړ دي، چا امر ورکړی دی، دا هغه څه چې حکومت یې د معلومولو او خلکو سره د شريکولو نيت او اراده نلري.

خبريالان په داسې حال کې په بې رحمانه ډول په شهادت رسېږي چې ددې هېواد سترګې او غوږونه دي، دا ولس د همدې خبريالانو په واسطه اوري او ویني، همدا خبريالان دي چې د سکرین لارې د مايکروفون له لارې د انټرنټ له لارې په کتبي او انځوري ډول د خپل هېواد حالت او پېښې له خلکو سره شريکوي.

حکومت ته پکار ده د هغه کسانو په وړاندې جدي اقدام وکړي چې خبريالان په نښه کوي، خبريالان به د هرڅه سره سره د هېواد له حالاتو، د امنيت د چارواکو د فساد او نورو برخو حالات به د خپلو خلکو مخې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د ترټولو رسنیو څخه په کلکه دا هيله کېږي چې کم تر کمه درۍ ورځ د حکومت خبرونه او اعلاميې بایکاټ کړي ترڅو حکومت دې ټکي پام‌وکړي او د خبريالانو د خونديتوب لپاره اقدام وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.