The news is by your side.

روغتیا ته د پلاستیکي لوښو زیانونه کوم دي؟

په وروستیو کې په کورونو،هټیو او بېلابېل خوړښتونونو کې د څښاک او غذایي توکو خوړلو لپاره له پلاستیکي یا هم کاغذي یو وار مصرف لوښو څخه ګته پورته کېږي چې د ډول ډول ناروغیو رامنځته کېدلو سبب کېږي او مونږ ورته پام نه کوو.
اروپایي ساینسپوهانو له خپلو تازه څېړنو څخه وروسته هغه کسانو ته چې خوراکي توکي په کاغذي لوښو یا پیالو کې چای یا کافي څښي د دې خبرداری ورکړ چې له یادو لوښو څخه زموږ بدن ته په زرګونو مایکرو پلاسټکي ذرې دننه کېږي او همدا وړې ذرې د ډېرو لویو ناروغیو لامل کېږي چې باید ډېر پام ورته وکړو او ډېر کوښښ وکړو چې له شیشه یي لوښو څخه ګټه واخلو.
د ډیلي میل د یوې څېړنې له مخې چې د یوې نوې څېړنې په اړه یې خپور کړی، وایي چې یوازې په یو څو دقیقو کې په پلاستکي توکو کې د چایو او کافي په اچول سره په ډېره کچه وړې مضرې ذرې ورسره یو ځای کېږي. څېړونکي دا زیاتوی چې کاغذي لوښي د یو داسې خاصیت درلودونکي دي چې له خپلو داخلي برخو څخه ځینې ذرې په چای یا هم نورو خوراکي توکو کې خارجوي، چې وروسته یې د دویم ځل لپاره کارول سم کار نه ده او زمونږ پر روغتیا ناوړه اغېزې کوي.
څېړونکو د دې خبرې ثابتولو لپاره د څېړنې پرمهال په یوه کاغذي پیاله کې ګرمې اوبه واچولې او له ۱۵ دقیقو وروسته وکتل، چې په منځني ډول په اوبو کې ۲۵۰۰۰ مایکرو پلاستکي وړې ذرې ورګډې شوې وې، چې دغه ذرې د مونږ صحت لپاره ډېر زیان لري او دا ذرې عبارت دي له زنک، سیسې او کرومیم .
په همدې ډول د یوې څېړنې د راپور له مخې داسې ویل شوي چې لومړی خو دې له پلاستیکي او یو وار مصرف لوښو څخه تر ډېره ګټه وانخیستل شي خو که چېرې بیا هم دې ته اړ وئ چې له دغو توکو څخه ګټه پورته کړئ نو باید دا لاندې په ګوته شوي ټکي په پام کې ونیسي:
۱ـ تر هر څه دمخه لومړی باید د پلاستیکي یا کاغذي لوښو کیفیت ته پام شي. مانا دا چې داسې لوښي نه وي چې په خوړو کې خپل رنګ یا مواد ګډ کړي.
۲ـ د خوړو ډول باید وکتل شي که چېرې زمونږ غذایي توکی سرکه اوسي او یا هم او هغه توکي چې د سرکې ډول خاصیت ولري، باید په یو وار مصرف پلاستیکي توکو کې وا نه چول شي.
۳ـ هغه پلاستکي یا کاغذي لوښي چې مونږ پکې ډودۍ یا هم د څښاک څښو باید له یو ځل څخه ډېر استعمال نه شي.
د دې لپاره چې خپلې روغتیا ته پام وکړو نو تر هر څه دمخه باید دې ته مو هم پام وي چې مونږ له ډول خوړو څخه ګته اخلو او په څه ډول یې خورو. د همدې لپاره ځینې خلک د دې اد عا لري چې دوی خو خپل نظافت مراعت کړی او په همدې ډول د خپل روغتیا لپاره ډول ډول څښاک څښي. خو دې ته یې پام نه وي چې په کوم ډول لوښي کې یې څښلي.
لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed.