ډي جي براوو د کرونا په اړه سندره ویلې

خبریال وېب پاڼه/ په نړۍ کې د کرونا ویروس د چټکې خپرېدنې سره سم، چې د زرګونو کسانو ژوند یې واخیست، د کرکټ، سېنما او یو شمېر نورو برخو مخکښو لوبغاړو د کرونا ویروس سره د مبارزې په پار مرستې اعلان کړې.

یو شمېر هنرمندانو د کرونا ویروس څخه د خوندیتوب او ځان ساتنې په موخه سندرې وویلې.

د وېسټ انډېیز د کرکټ ځلانده ستوري ډي جي براوو هم د کرونا په اړه سندره ویلې،((موږ ماتې نه منو)) او پر یوټیوب یې خپره کړې، چې زیات لیدونکي یې هم اخیستي.

د کرونا په کړکېچن وضعیت کې ډېر شمېر مشهور لوبغاړي، هنرمندان، لیکوالان او شاعران د خپلو سندرو، شعرونو، لیکونو او مرستو له لارې غواړي، خلکو ته روحیه ورکړي او د کرونا ویروس څخه د خوندیتوب لپاره ورته د ځان ساتنې پیغام وړاندې کوي.

د لرې برې پښتونخوا هنرمندانو هم د کرونا ویروس څخه د خوندیتوب او ځان ساتنې په موخه خپلو خلکو ته سندرې ویلي، چې له ډلې یې د لرې برې پښتونخوا مشهور سندرغاړي هارون باچا او ګودر ځاځي سندرې د یادولو وړ دي.

له دې ور ها خوا، د افغانستان د کرکټ ځلاند ستوري راشد خان هم د خپلو بې وزلو او اړمنو خلکو سره د مرستو اعلان وکړ.

په ورته مهال د افغانستان د دوست هېواد هندوستان فلمي او کرکټ لوبغاړو هم د خپلو خلکو سره د مرستو اعلان کړی.

کرونا اوس مهال نړۍ له یو ستر بشري او اقتصادي بحران سره مخ کړې.

تر دې دمه کرونا په ټوله نړۍ کې د څه باندې دېرش زرو کسانو ژوند اخیستی، په زرګونه ترې اغېزمن دي او ډېرو سره بیا ژوند یاري کړې، ترې رغېدلي او خپلو کورونو ته ستانه شوي.

په ورته وخت د یو شمېر راپورونو له مخې ویل کیږي، روسیې د کرونا ویروس ضد بریالي درمل جوړ کړي.

دا درمل د روسیې د بیولوژیکي او طبي چارو روغتیا پالانو له لوري جوړ شوي، چې د انسان په حجرو کې د کرونا ویروس له پښو غورځوي او پرمختګ ته یې نه پرېږدي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More