کندهار کې حکومت له سواګرو د مالیې په نوم پیسې اخلي

خبریال وېب پاڼه/ طالبانو ته د مالیې د ورکړې تر څنګ د حکومت له لوري هم د ماليې په نوم پيسې اخيستل کيږي.
کندهار کې سوداګر وايي، چي د حکومت د ناسم مديريت له امله د دوی په سلګونه ټنه سبزيجات په ګمرک کي خراب شوي دي.
د کندهار ګمرک له خوا د سبزيجاتو موټرونو ته نه اجازه د دې لامل شوې چي په ښار کي د دې توکو بيه څو برابره لوړه شي او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
ښاريان د کرونا ناروغۍ په خاطر د ښار قرنطين، ټيټ اقتصاد، بې کاري او د خوراکي توکو د بيو لوړولو اندېښنمن کړې دي.
خو چارواکي وايي، چي دغه موټرونه د نيمګړو اسنادو له کبله موټر له چلوونکو درول شوې دي.
د کندهار ګمرک کې د څو ورځو راهیسې د سبزيجاتوو او تازه مېوو بار موټرونه بند پاتې دي.
سوداګر وايي، چي د حکومت د ناسم مديريت او کرونا ناروغۍ له کبله بنديزونو دوی ته دروند مالي زيان اړولی، سبزيجات او مېوه جات يې په موټرونو کي وراسته شوي دي.
سوداګر وايي، چي طالبانو ته د مالیي د ورکړې تر څنګ د حکومت له لوري هم ور څخه، د رسمي اسنادو سره سره بیا هم د هر ولایت په بندرونو کې د مالیې په نوم پيسې اخيستل کيږي.
د دې سبزيجاتو خرابېدل او د خوراکي توکو د بيو لوړېدل ولسي خلک اغېزمن کړي او له ستونزو سره یې مخ کړي دي.
د کرونا ناروغۍ د مخنيوي له کبله بنديزونو په کندهار کي د خوراکي او غيري خوراکي توکو بيې څو برابره لوړې شوي دي.
په کندهار کي د مدني ټولنو غړو هم د خلکو دې ستونزو ته په کتو د کندهار ګمرک ته ورغلي او د ستونزو د حل غوښتنه يې کړې.
د کندهار والي حیات الله حيات وايي، چي دغه موټرونه د محصول د نيمګړو اسنادو له کبله له موټر چلوونکو درول شي او دوی یې مخنيوی نه دی کړی.
حيات وايي، چي دوی د ښاريانو اقتصادي ستونزو ته په کتو مالیې وزارت څخه د دوی د جريمې د بخښلو غوښتنه کړې چي هغوی منلې او يوزاې به هغه موټرونه محصول او يا تفاوت ورکوي چي نيمګړي پاتې دي.
افغانستان هم د کرونا ويروس څخه کړيږي او د دې ناروغۍ د مخنيوي په موخه يي په ښارونو او لويو لارو کي پر تګ راتګ هم بنديزونه لګېدلي.
خو د کندهار خلک بيا وایي، چي ولايتي ادارې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په موخه خاص پلان نه دی عملي کړی او په دې نوم یې د خلکو اقتصاد هسې اغېزمن کړی دی.
د کندهار ولايتي ادارې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي او په دې برخه کي د خلکو د نیوکو وروسته پرون پرېکړه وکړه چي کندهار ښار ته ټول مسافر وړونکي موټرونو ته به ښار ته په داخلېدونکو دروازو کي تر سکرينېنګ وروسته اجازه ورکول کيږي.