د ولسمشر ساتونکی قیام مقصودي چا ترور کړ؟

خبریال ویب پاڼه – قیام مقصودي د کابل په پغمان ولسوالي کې ترور شو . تر دم ګړیه ددغه ترور په تړاو حکومت پټه خوله دی او نه یې هم د د دغه مهم امنیتي چارواکيد ترور پړه چاته په غاړه ورکړې ده .
هیڅ یوې ډلې تر دم ګړیه د قیام مقصودي د مرګ پړه نه ده منلې ؛ خو اوس پوښتنه داده چې دا مهم کس چا او ولي ترور کړ؟
که څه هم دې پوښتنې ته تر دم ګړیه اسانه ځواب نشته ؛ خو د ولسمشر د لوړي د مراسمو پر مهال د چاودنو په تړاو داسي خبرونه راڅرګند شول چې ګواکې دا ډیزاین شوې چاودنې وې ؛ ځکه د هغو چاودنو په تړاو هرڅه ورک شول .
د افغانستان د حکومت منتقیدینو نیوکې کولې چې ګواکې ددغه چاودنو تر شا دافغانستان د استخباراتو د پخواني مشر او د اوسني مرستیال امرالله صالح لاس وو، خو دا خبر او ددغو چاودنو پلټنه پټه پاتې شوه او ورسره چا مخامخ امرالله صالح ته هم د پړې ګوته په رسمي ډول ونه نیوله .
په کابل کې د افغانستان د استخباراتو یوه پخواني مامور چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شيخبریال ډاټ کام ته وویل چې د قیام مقضودي مرموز ترور ښايي د ارګ په خوا کې د اشرف غني د لوړي د مراسمو پر مهال له شویو چاودنو سره تړاو ولري .
دغه استخباراتي مامور وویل چې:
« دا جوته ده چې د اشرف غني د لوړي د مراسمو پر مهال شوې چاودنې طرحه شوی عمل وو، استخبارات کله کله داسي پېښي کوي؛ خو د دا ډول پېښو طراحان هغه کسان له منځه وړي چې دا ډول عملونه په اجراکړي .»
دغه پخوانی امنیتي چارواکی په اشارو کې داسيپوښتنې وځېږولې چې ګواکې ښايي دا کار په حکومت کې دننه کړیو کړی وي .
که څه هم تر اوسه لا ددغه مهم امنیتي ساتونکي د ترور په تړاو ډېر معلومات نه دي رابرسېره شوي، خو دغې وژنې وروسته ډېری افغانانو ته اندېښنې ورولاړي شوې چې ولي یو داسي مهم امنیتي افسر په نښه شي؟
خبریال ادارې هڅه وکړه چې ددغه مهم امنیتي چارواکي د ترور په تړاو د ارګ غبرګون تر لاسه کړي خو د ارګ د مطبوعاتي ټیم یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال ډاټ کام ته یوازي د دې خبريتاید وکړ چې په پغمان کې د ولسمشر پر امنیتي ګارډبرید شوی دی او له نور تفصیل ورکولو یې ډډه وکړه .
څارونکي له حکومته غواړي چې حکومت باید د ښاغلي مقصودي دوسیه د «ترهه ګري پېښي» په نوم بنده نه کړي او د دې خبر اصلي سرچینه وسپړي .