هېواد کې د مېکروب ضد موادو تولیدات زیات شوي

خبریال وېب پاڼه/ هېواد کې د مېکروب ضد موادو فابریکې خپل توليدات دوه برابره زيات کړي دي.

د فابریکې مسؤولين وایي، د ورځې تر ٥٨٠ ټنه زيات مينځونکي مواد توليدیږي او ډېری فابریکې د اومه موادو له کموالي سره مخ دي.

د مېنځونکو موادونو د فابریکو اتحاديې ويلي، چې افغانستان کې هره ورځ تر پنځه سوه اتيا ټنه زيات مينځونکي مواد توليدېږي او په وينا اوس مهال ډېری فابریکې د خامو موادو له کموالي سره مخ دي.

بل خوا بيا حکومت د سني تايزر د توليدولو په موخه فابریکو ته د الکولو د توليدولو اجازه ورکړې ده.

هغه فابریکې چې بخت یې د کرونا ویروس خلاص کړی دی. په دې ورځو کې چې هر څومره مېکروب ضد دوا تولید کړي، پلورل کیږي.

د هېواد د مینځونکو توکو فابریکې چې یو وخت یې په بازارونو کې زیات سیال درلودل، اوس په هېواد کې مخکښې دي.

یاده فابریکه د مینځوونکو توکو یو له فابریکو څخه ده چې د خپلو کار کوونکو شمېر یې د تولید کچي زیاتوالي له امله دوه برابره کړي دي.

کارکوونکي له دغه دستګاوو سره د مېکروب ضد موادو په ګډون شپږ ډوله مینځونکي توکي تولیدوي.

د مینځونکو توکو بوتل هم د دغې فابریکې په یوه برخه کې تولیدیږي.

د کانونو او صنایع خونې شمېرې ښیې چې په افغانستان کې د مینځونکو موادو څه باندې پنځه اتیا فابریکې فعالیت لري چې اوس ډېری دغه کارخونې د اومه موادو له کمښت سره مخامخ دي.

د مینځونکو موادو د فابریکو مشر وایي چې اوسنیو شرایطو کې د چین، ایران او روسیې په ګډون هېڅ هېواد د مینځونکو اومه موادو په برخه کې توکې نه پیري.

خو د بریښنا کمښت د دغه فابریکو د تولید کار له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

خو په ورته وخت کې په ننګرهار ولایت کې د اوړو د پلور او تولید درې فابریکې فعالې دي چې د ورځې ۱۵۰ټنه اوړه بازار ته وړاندې کوي.

د یادو فابریکو مسؤولین وايي چې دوی وطني غنم اوړه کوي، خو نیوکه یې دا ده چې په لکونو ډالر پانګونه یې کړې او حکومت یې ستونزو ته پام نه کوي او د برېښنا له ستونزې سره مخامخ دي.

په ورته مهال په ننګرهار کې د اوړو د ټولنې مسؤولین وايي حکومت دې په کودامونو کې شته غنم په بیه د اوړو په فابریکو وپلوري.

د ننګرهار د اوړو د ټولنې مسؤولینو د شمېرو له مخې دغه درې د اوړو میلونه د ننګرهار د بازارونو د اوړو دېرش سلنه اړتیا پوره کوي چې نن سبا د دغو داخلي اوړو د یوې بجۍ بیه اوولس سوه څخه تر اوولس نیمه سوه افغانۍ پورې پلورل کیږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More