هېواد کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۷۱۴ ته رسېدلی

خبریال وېب پاڼه/ عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له دې ډلې ١٨ یې په کابل، ١٥ په کندهار، ٦ په بلخ، ٤ په هرات، ٤ په غزني او ٢ په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي.
په دې سره په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۷۱۴ ته رسېدلی دی.
د کرونا ویروس شکمنو کسانو آزمویښت پایلو د ځنډ له امله د فاریاب سیمه اییز چارواکي وایي، په تیرې یوې اوونۍ کې یې د نږدې ٤٠ شکمنو پېښو له ډلې، یواځې د لس تنو پایله معلومه شوې ده.
په فاریاب کې مسؤولین د کرونا ویروس شکمنو کسانو آزمویښت پایله کې د ځنډ له امله شکایت لري.
د سیمه اییزو مسؤولینو په خبره، د تیرې یوې اوونۍ پر مهال بلخ ته د لسګونه استول شویو بېلګو له ډلې یوازې د یادو کسانو د لږ شمېر یې پایله اعلان شوي ده.
له دې سره، د عامې روغتیا وزارت تأییدوي چې د کافي اندازه آسانتیاوو نه شتون له امله، د شکمنو کسانو د آزمویښت پایله په ځنډ سره اعلانیږي.
خو ټینګار کوي چې د دغې ننګونې حل لپاره هڅې دوام لري.
عامې روغتیا وزارت تأییدوي چې د تشخیصیه توکو کموالی د ازمايښتونو د ځنډ لامل ګرځي، خو له بلې خوا ټینګار کوي چې په ټول هېواد کې د ازمايښتونو ظرفیت لوړولو له پاره هڅې روانې دي.
تر دا مهاله څه کم پنځه تنه په بلخ کې د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي، چې دا شمېره بیا د ټول افغانستان په کچه دې ولایت کې زیاته ده.
بل خوا د کرونا ویروس هم مهاله د افغانستتن په ګډون ټوله نړۍ له اقتصادي بحران سره مخ کړې.
څو ورځې وړاندې نړیوال بانک د جنوبي اسیا له هېوادونو غوښتي و، چې د داسې وضعیت پر وړاندې جدي اقدامات وکړي، د بې وزلو خلکو ژوند ته دې پاملرنه زیاته کړي.
د یاد بانک پر وینا، که د جنوبي اسیا هېوادونه د دې وضعیت د مهار لپاره لاس په کار نه شي، دا هېوادونه به له اقتصادي اړخه سخت وځپي.
له یاده دې پاتې نه وي چې په دغو هېوادونو کې افغانستان هم ګډون لري.