منظور د پاکستان د بربادۍ زيری ورکړ

خبریال ویب پاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين تازه د افغانستان مقابل کې د پاکستان پر ناسم سیاست او کړنو ږغيدلی او د پاکستان د بربادۍ زیری يې ورکړی.
پښتين په خپلو خبرو کې ويلي په افغانستان کې د پاکستان منفي لاس وهنې مداخلې خپله د دې هېواد په بربادۍ پای ته رسیږي.
منظور احمد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنو تير کې سيمه له خطر سره مخ کړې او داځل هم همداسې پتيل کيږي.
پښتين د پاکستان د لاسوهنو او پښتنو ته د تاوان خبره وکړه او ويې ويل د فرضي کرښې دې غاړې ته هم دا کار زيان رسوي
د منظور پښتين سره تر خوا د ده ملګري محسن داوړ هم د افغانستان په هکله پر پاکستان توندې نيوکې کړې.
منظور پښتن دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې په افغانستان کې د پاکستان د ناسمو سياستونو له کبله پر نړۍ غوغا جوړه ده افغان ولسمشر محمد اشرف غني ازبکستان کې نړيوال کنفرانس ته وویل.
پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان د جګړې او له طالب څخه په ډیره بې شرمۍ باندې ملاتړ پیل کړی او په دې برخه کې يې ټول قوانین مات کړي دي.
په همدې مقطع کې تازه د افغانستان ولسمشر ویلي چې یو شمېر ډلې په پاکستان کې د افغانستان د ویجاړۍ چور او تالان له کبله جشنونه لمانځي، ښاغلي غني چې په تاشکند کې د جنوبي او مرکز اسیا کنفرانس ته خبرې کولې وویل، په تیره یوه میاشت کې له پاکستانه د پاکستان او نورو هېوادونو لس زره وسلوال افغانستان ته را اوښتي او دلته يې په جګړه کې برخه اخیستې.
په ورته وخت کې دوې ورځې وړاندې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال پر پاکستان لوی تور پوري کړ او زیاته يې کړه چې پاکستان افغان دولت ته په رسمي ډول ګواښ کړی چې که دوی د سپین بولدک ولسوالۍ د نیولو هڅه وکړي نو د پاکستان د پوځ او هوايي ځواک له لوري به له غبرګون سره مخ شي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امرالله صالح دا ادعا رد کړه.
اوس چې افغان ولسمشر پر یوه نړیوال سټېج باندې د پاکستان په هکله داسې څرګندونې کړې نو ښايي تر یوه بریده ښه نتیجه ورکړي او همدا هېوادونه پر پآکستان باندې فشار زیات کړي ترڅو پایلې یې ښې وي.