وتلی فلمي ستوری عرفان خان ومړ

خبریال وېب پاڼه/د هند وتلی اداکار او د بالیووډ سینما نوموتی ستوری عرفان خان د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
د هندي سینما وتلی ستوری عرفان خان چې تېرو کابو دریو لسیزو را هیسې یې په بالیووډ کې د اداکارۍ رول ترسره کاوه، نن د روانې اپریل میاشتې په ۲۹ مه نېټه د ۵۳ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
نوموړي له ۱۹۸۸ ز کال را په دېخوا په هالیووډ سینما کې فعالیت پیل او لومړنی فلم چې عرفان خان په کې را څرګند شو، (سلام بمبیي) ؤ چې په ۱۹۸۸ ز کال کې د سینما په پرده را ښکاره شو. له هغه را وروسته یې تر سلو زیاتو فلمونو کې کار وکړ او د نړۍ په کچه یې ځانته زیات مینوال وموندل.
دوه کاله وړاندې د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې نومړی په تیومور ناروغۍ باندې اخته شو او د یو څه وخت لپاره له سینمایي ژوند نه لېرې شو. نوموړی په بریتانیا کې د خپلې ناروغۍ له امله شاوخوا دوې میاشتې بیستر شو.
عرفان خان په خپل هنري ژوند کې ډېرې زیاتې جایزې هم ترلاسه کړې وې، چې له ډلې یې یوه په ۲۰۱۳ ز کال کې د د کانز فیسټیوال پر مهال د لنچ باکس فلم د خلکو د خوښې لوبغاړي ایوارډ ترلاسه کول وو. دا یوازینی هندی فلم ؤ چې په هغه کال یې د لندن فلم فیسټیوال لپاره غوره شوی ؤ.
دغه هندي توکمی مسلمان فلمي اداکار داسې مهال د سرطان له امله ابدي ژوند ته لبیک وایي چې نړۍ او هند د کرونا تر جدي ناورین لاندې دی. عرغان خان له تېرو دوو کلونو راهیسې له دغې ناروغۍ سره مبارزه کوله چې نن د ممبیي کوکیبین امباني روغتون کې ومړ.
د یاد شوي نوموتي ستوري د مړینې خبر فلم جوړوونکي شجیت سرکار خپرو کړ. د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې د عرفان خان مور هم د ۹۷ کلونو په عمر وفات شوه.
عرفان خان له هندي سینما سربېره په هالووډ کې هم کار کړی ؤ او د ښې کار کردګۍ له امله ستایل شوی ؤ. سلمډاګ ملیونر، د حیرانتیا سپایډرمین، جراسیک ورلډ او ژوند ژوند یې د هالیووډ سینما هغه فلمونه وو چې نوموړي په کې کار کړی ؤ.
په بالیووډ سینما کې د عرفان خان تر ټولو غوره فلمونه ممبیي، مقبول، پان سېنګ تومار، هیدر، دي لنچ باکس، پیکو، تالور او هندي مېډم تر نورو غوره فلمونه بلل کېږي.