د پکتیا عامې روغتیا ریاست ډاکټران او کارکوونکي وهل ډبول شوي

خبریال وېب پاڼه/ نن غرمه شاوخوا ١٢:٠٠ بجې د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست ته یو شمېر کسان دننه شوي او د عامې روغتیا ریاست کارکوونکي او ډکاټران یې وهلي ډبولي دي.

یادو کسانو د روغتیا ریاست کارکوونکي او ډاکټران له دې امله وهلي، چې ګواکې پر کرونا د شکمن ناروغ پایله یې نه وه ورکړې.

په ریاست کې د امنیتي کېمرو څخه په تر لاسه شویو ویډیو ګانو کې ښکاري چې یو شمېر کسان روغتیا ریاست ته دننه کیږي او پر ډاکټرانو د لرګیو او تیږو ګوزارونه کوي.

له دې وروسته ځینې نظامیان هم ورځي ډاکټران د وسلو پر کونداغونو وهي او هغه کسان د ریاست له ودانۍ راباسي او په موټرونو کې پورته کیږي.

د پېښې په ځای کې د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ د ترورېزم مدیر سیدالله هم لیدل شوی.

د عیني شاهدانو پر وینا، یاد شمېر کسان د پکتیا امنیه قومندانۍ د ترورېزم مدیر سیدالله په مرسته له سیمې تښتېدلي.

د پکتیا ولایتي چارواکي وایي، دا پېښه په جدي توګه وڅېړل شي او عاملینو ته به یې د قانون له مخې سزا ورکړل شي.

پکتیا هم یو له هغو ولایتونو ده چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په کې ورځ تر بلې لوړیږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More