افغان سولې بهیر لپاره دې سیمه اییزه اجماع پیاوړې شي

خبریال وېب پاڼه/ د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن سهار د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ټیلفونې اړیکه تر لاسه کړه.

په دې ټیلفوني مکالمه کې د افغانستان د سولې پر بهیر، د اسلامي جمهوري نظام پر ټینګښت او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

ښاغلي ظریف په خپلو خبرو کې وویل چې د افغان دولت د دریځ په ملاتړ یې له یو شمېر هېوادونو سره ګډې هڅې کړي ترڅو د سولې بهیر، د جمهوری اسلامي نظام د ساتنې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت او د بین الافغاني مذاکراتو بیړني پیل په موخه سیمه اییزه او نړیواله اجماع لا پياوړي شي.

ښاغلي ظریف وویل چې د یادو مواردو په اړه اجماع وجود لري او په دې برخه کې یې د افغانستان له دولت سره د نورو ګډو اقدماتو له پاره چمتوالی وښود.

ښاغلي اتمر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر څخه د پیل شوي لړۍ او همکاریو له امله مننه وکړه او د سیمه اییزې او نړیوالې اجماع په رامنځته ک دو یې د ګاونډیو هېوادونو رول مهمه وباله.

د خبرو په لړ کې پرېکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به په ګډه د اړوندو مواردو په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دواړو لوریو د افغانستان او ایران په دوه اړخیزو اړیکو د مفصلو خبرو ترڅنګ د کرونا له روغتيايي ناروین سره پر ګډې مبارزې هم خبرې وکړې، ښاغلي اتمر د ایران له طبي همکاریو څخه مننه وکړه او د لا نورو همکاریو پر جذب او څرنګوالی هم بحث وشوې.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More