ملاذاکر پر کور خو ملا یعقوب دنظامي کمېسون مشر وټاکل شو

خبریال ویباڼه – د ملا محمد عمر مجاهد زوی ملا یعقوب د طالبانو د کوټي‌ شورا په یوه ناببره فرمان کې د ټول افغانستان لپاره نظامي‌مسئول ټاکلی دی . د دې ټاکنې هدف په افغانستان کې د طالبانو د نویو عملیاتو پیل ګڼل شوی دی.

تر اوسه د نظامي کمېسیون لپاره دوه مشران وو ،‌ نیم افغانستان د ملا ذاکر او نیم افغانستان د ملا یعقوب په لاس کې وو؛ اوس ملا ذاکر نه غواړي ‌چې د ملا یعقوب تر لاس لاندي‌کار وکړي‌او یو ځل بیا خوابدی شوی او پر کور کښېنوستی دی .

د طالبانو د کوټي‌شورا یوه غړي‌خبریال ویب پاڼې ته وویل چې ملا ذاکر په لویه کې د امارت د ځینو مشرانو خبرو ته غوږ نه نیوی ؛ د طالبانو او امریکا یانو د تړون مخالفت یې کاوه او اوس هم د امارت ډېر مشران په دې نه دي‌خوشحاله چې ذاکر دي پر خپل ځای پاتې شي ، بلکه دوی وايي‌چې ملا ذاکر باید نور له جریانه بهر شي‌او قطر ته واستول شي .

د خبریال ډاټ کام یاده سرچینه وايي‌چې ملا یعقوب چې د طالبانو د تحریک د بنسټ ایښودونکي‌ ملا محمد عمر مجاهد زوی دی ، په ځوانانو طالبانو کې محبوبیت لري‌او تر ډېره بریده ښايی د نظامي‌کمېسیون د مشر په صفت د هغه ګمارنه په دې بابت شوې وي چې ځوان طالبان دافغان امنیتي‌ساتونکو خلاف جګړه ګړندۍ کړي‌.‌

د تېري فبر وري میاشتي‌پر ۲۹ نېټه په قطر کې وسله والو طالبانو او امریکا یانو له یوبل سره د سولي تړون لاس لیک کړ ؛ خو طالبانو اعلان وکړ چې پر افغان امنیتي ساتونکو به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي . پر افغان عسکرو د طالبانو د بریدونو اعلان په ولس کې د طالبانو خلاف سخت نفرت را وټاکوه . دا نفرت د طالبانو تر لیکو ورسېدو او په طالبانو کې دننه ځینو کړیو د جګړې څخه د پر شا کېدو هڅه وکړه ، طالبانو په یوه بېساري اقدام کې په یوه ورځ‌تر (۵۰) زیات قوماندانان تغیر او تبدیل کړل ؛ په هغه ډله کې ملا یعقوب د نیم افغانستان لپاره ننظامي‌مسئول او ملا ذاکر د نیم نور افغانستان لپاره نظامي‌مسئول وټاکل شول .

اوس ملا یعقوب د ټول افغانستان لپاره نظامي مسئول ټاکل شوی او په دې تړاو به په افغانستان کې یو ځل بیا جګړه زور اخلي .

د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې دافغانستان لپاره د نظامي مسئول په توګه د ملایعقوب ټاکلو سره تر ټولو اول مخافلت پخپله ملا ذاکر کړی ی .

ملا ذاکر د طالبانو په جنګي لیکو کې د نفوس خاوند قوماندان بلل کېږي چې تر دم ګړیه یې لا هم له امریکا یانو سره د سولي‌تړون نه دی منلی .

طالبانو ومنله چې د هلمند مرستیال والي‌ افغان پوځ نیولی
ای ایس ای د کوټې ‌شورا طالب مشران هلمند ته لېږلي
ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More