پښتون ژغورنې غورځنګ د افغان نجونو د زده کړو لپاره غږ اوچتوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ به په يو احتجاج کې د افغان نجونو د زده کړو لپاره غږ اوچت کړي. او همدا راز پر پاکستان غږ کوي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ بس کړي.

د غورځنګ مشر منظور پښتين پریکړه کړې چې د افغان نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو او دوی ته د زده کړو د غږ اوچتولو لپاره د فرانسې په پلازمېنه پاريس ښار کی تر ټولو لوی احتجاج او لاريون راوباسي.

د افغان نجونو د حق لپاره دې لاريون سره به ډېر کسان يو ځای شي. او د لاريون پر مهال به په پاکستان هم غږ وکړي چې د ترهګرو ډلو له ملاتړ لاس واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ داسې مهال د افغان نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره غږ اوچتوي چې طالبانو د سلګونو ورځو راهيسي له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلې دي.

طالبان افغان وس ته بار بار د ښوونځيو ژر پرانيستلو ژمنه ورکوي خو تر اوسه يې په خپلو ژمنو وفا نه ده کړې.

نړيوال له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي پرانيزي خو طالبان بهانې کوي.

خبريال ډاټ کام ته د طالبانو له منځه ځينو سرچينو ويلي چې د دوی مشرتابه پرېکړه کړې څو چې نړيوال د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني دوی د نجونو ښوونځي نه پرانيزي او دا د دوی د مشرتابه وروستۍ پرېکړه ده.

د افغان نجونو د زده کړو لپاره په نړيواله کچه لاريونونه وشول او د فعالانو له خوا د نجونو د زده کړو په ملاتړ غږ پورته شو خو طالبان پرې غوږ هم نه ګروي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More