عارف وزیر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

خبریال وېب پاڼه/د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر عارف وزیر د سختو ټپونو له امله نن سهار ساه ورکړه.

عارف وزیر پرون جمعه د روانې مې میاشتې په دویمه نېټه خپل کور ته څېرمه د پاکستان پلوه طالب اورپکو تر برید لاندې راغلی ؤ چې د څلور مرمۍ لګېدلی ؤ.

په لومړیو کې داسې معلومات خپاره شول چې ګواکې هماغه وخت مړ شو خو بیا وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د هغه د مړینې خبر رد کړ.

پاکستاني ریاست وخت ناوخت د پښتون ژغورنې غوځنګ پر مشرانو مستقیم او غیر مستقیم بریدونه کوي او غواړي په دې سره د دغې عدم تشدد لارویانو د حق غوښتنې غږ مړاوی کړي، خو دغه غورځنګ ورځ په ورځ غښتلی کېږي او په یوه لویه حماسوي ناره باندې اوړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د پاکستان ریاست ته ګوت څنډنه کړې وه چې که په علي وزیر څه وشي، دا به دوی ته ډېره ګرانه تمامه شي.

علي وزیر تر دې د مخه هم په ځلونو د پاکستاني ریاست لخوا په بېلا بېلو بهانو بندي شوی ؤ تېره میاشت یې خوشی کړ.

تر دې وړاندې علي ‌وزیر په یوه واتسپ پیغام کې د برید پخلی کړی او ویلي ‌یې دي‌چې پاکستان په هره روژه کې دا ډول بریدونه کوي‌؛ خو د پښتون ژغورنې غورځنګ به روان وي‌.

دپاکستاني ملېشو(ګوډ طالبان) له اړخه تر اوسه کوم غبرګون نه دی را څرګند شوی ؛ البته تر دې وړاندي پاکستاني‌استخباراتو پر عارف وزیر باندي تور پورې ‌کړی وو چې د پاکستان دښمني‌ته یې ملا تړلې او په لویه کې د پآکستان ریاست نه مني‌.

تر دې وړاندي‌هم اټکل داوو چې پر عارف وزیر به برید کېږي‌؛ هغه ته د پي ټي‌ ایم مشرانو د احتیاط کولو هم ویلي‌وو؛ خو نوموړی په دې عقیده وو چې د پښتون ژغورنې په لار کې مرګ ته تیار دی .

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مشري‌ وړانګي لونۍ د خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دا برید د (ګوډ طالبانو) یعني ‌ښه طالبانو له لوري ‌شوی دی.

ګوډ طالبان هغه ډله ده چې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني‌ملیشو دنده لري‌او په مکمل ډول یې د پآکستان استخبارات اکمال او استعمال کوي.

پر عارف وزیر دغه برید په پښتونخوا ؛ افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتنو سخت غبرګونونه را پارولي ‌دي‌.که څه هم تر دم ګړیه لا د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري‌ د کوم ګام اخیستلو په تړاو اعلان نه دی شوی ، خو په لویه کې ښايي داځل پښتانه پاکستاني پوځ ته ددغه شهادت په تړاو کوټلی غبرګون وښيي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More