پاکستان او افغان لوبډلو ترمنځ د سيريز لپاره د افغانستان د توليد په زړه پورې ټرافي

ټاکل شوې نن د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ شل اوريزه لوبلړۍ پيل شي.

د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه به نن شپه د کابل پر وخت په اته نيمو بجو د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پيل شي.

د لوبلړۍ ورپسې دوه نورې لوبې به د مارچ په ۲۶مه او ۲۸مه نيټه ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو له قوله د پاکستان پر وړاندې لوبو ته د پوره چمتووالي خبر ورکړی.

دا ځل د افغانستان د خپل توليد قالينه د لوبلړۍ لپاره د ټرافي په توګه په زړه پورې ډيزاين شوې.

خلکو د کرېکټ بورډ دا نوښت ستايلی او وايي چې په دې سره به نړيوالو ته د افغانستان د کورني توليدات په اړه ډېر ښه پيغام وړاندې شي.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو لوبډلې درې شل اوريزو لوبو سيريز لوبوي.

تراوسه د افغانستان لوبډله پاکستان سره د اسيا جام او د ای سي سي نړيوالو لوبو کې مخامخ شوې چې په وروستي اور کې پاکستان ترې په ډېره ګرانه ګټلې ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More