د ګني اوبه مو له وژونکو ناروغیو ژغوري

خبریال وېبپاڼه: د ګڼي اوبو يو شمير حېرانونکې ګټې چې نن سبا هر څوک ورته لاس رسی لري.

د موسم په بدلېدو سره باید انسان خپل خواړه هم بدل کړي، او د داسې خوړو استعمال وکړي چې هم د موسم سره سم وي او هم روغتیا ته ګټه ورسوي.

ګنی یو له موسمي مېوو څخه شمېرل کیږي، د خوند ترڅنګ روغتیایي ګټې هم لري، ځکه چې دا د یو شمېر غذایي موادو څخه برخمن دی.

په اسيايي هېوادونو کې ګنی نه يوازې له مالي پلوه بلکې د روغتيايي چارو په برخه کې هم ډېر زيات ګټور تماميدی شي، د جوس ترڅنګ همداسې د ګنډیری په شکل هم څښل/خوړل کیږي..

دلته د ګني جوس یو شمېر ګټې وړاندې کوو:

ګنی د انسان بدن ته قوت ورکوي، او د ګرمۍ په موسم کې بدن یخ ساتي.

په ګرمۍ کې د ګني شربت (جوس) څښل ځیګر ته وده ورکوي، او انسان د خیټې ناروغیو څخه ژغوري.

د ګني شربت د سينې سرطان او د انسان د بدن غړو ته د مقاومت ځواک ورکوي.

په ګني کې کلسیم، میګنیشیم، پوټاشیم او د وسپنې ډېره اندازه پرته ده، له همدې لامله دې ته د سرطان ناروغۍ مخنیوي طبیعي درمل هم ویل کیږي.

د شکر ناروغۍ لپاره د ګني جوس هم بې اندازې ګټور دی، ددې په طبیعي خوږوالي کې هغه ماده کمه موندل کیږي چې د شکر ناروغۍ ګواښ زیاتوي، همدا لامل دی چې په وینه کې د ګلوکوز اندازه مناسبه ساتي.

د ګني جوس د پښتورګو (ګردو) لپاره هم ګټور دی، بیلابېلو څیړنو دا څرګنده کړې چې ددې په خوږوالي کې د نورو خوږو په پرتله کولیسترول، سودیم کمه اندازه موندل کیږي، همدا لامل دی چې پر پښتورګو ښه اغیز کوي.

د ګني جوس د کوچنیانو هډوکو ټینګښت ته قوت ورکوي، په دې کې موجود کلسیم او تيز قدرت لرونکي مواد د بدن هډوکي او غاښونو کلک ساتلو کې مرسته کوي.

د ګني جوس یوازې د بدن داخل ته ګټې نه ورکوي، بلکه د څښلو سره یې غاښونه له چینجنېدو ژغوري او د ساه اخیستلو پر وخت د خولې بدبويي ختموي.

همدا ډول ګنی د نيم سيري، د ستوني خارښت او زکام لپاره هم يوه ډېره ګټوره کورنۍ درملنه ګڼل کیږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More