طالبانو، چین او پاکستان ولې د داعش ډله له پامه وغورځوله؟

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې ناستې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړې، چې په کې راغلي، پاکستان او طالبان به په خپله خاوره کې ترهګرو ډلو ته ځای نه ورکوي.
په دې اعلامیه کې یوازې د ختیځ ترکستان ډلې، چې په کم اکثریت فعاله ده او ټي ټي پي(د پاکستاني طالبانو تحریک) نوم یاد شوی.
سره له دې، چې داعش ډله اوس مهال په افغانستان کې یوه خطرناکه او تر ټولو فعاله ډله ګڼل کېږي، نه ده ذکر شوې.
دلایل یې څه کېدای شي؟
ولې طالبان، چین او پاکستان پرې سترګې پټوي؟
که داعش ډله نشته، نو طالبان هره ورځ پر چا عملیات کوي؟
وروسته له هغې، چې طالبانو د دوحې د معاملې په پایله کې افغانستان ونیو؛ نو داعش د یوې فعالې ډلې په توګه راڅرګنده شوه او په دې وروستیو کې ورته په نړۍواله کچه لابیګري هم روانه ده.
پاکستان ته د متقي سفر یوازې دومره ساده موخې نه لرلې، کومې چې په رسنیو کې لاس په لاس شوې.
له کله چې امریکا له افغانستان څخه ووته؛ نو سیمې ته د چین او روسیې لاسونه را اوږد شول؛ خو امریکا د داعش په یو برید د دغو لاسونو د لنډولو هڅه وکړه او هماغه وو، چې د تېر کال د سپټمبر په ۲۳مه یې د روسیې پر سفارت د داعش په واسطه برید وکړ او روسیې ته یې وښوده، چې لاهم دلته د دوی نور افشنونه هم شته.
دغه راز؛ کله چې د کابل په شمول د افغانستان په نورو ولایتونو کې د چینایي وګړو تګ راتګ عادي شو؛ نو سمدواره داعش ډلې کابل کې د چینایي سوداګرو د اوسېدو پر هوټل “لونګان” برید وکړ.
که څه هم روسیه هڅه کوي، چې په سیمه نظامي واک ولري؛ ولې چین بیا یوازې د اقتصادي استثمار په لټه کې دی.
چین په دې پوهیږي، چې طالبان د امریکا ګټو ته کار کوي او تر هغې به د دوی په درد ونه خوري، ترڅو یې له امریکا را خپل نه کړي.
په افغانستان او سیمه کې د چین د اقتصادي استثمار لپاره دوه لارې دي:
د طالبانو اخیستل.
د دوی پر وړاندې جنګي ډلې مجهزول.
دویمه لار خطرناکه ده او ښایي چین به هیڅ وخت پرې قدم کېنږدي؛ خو د لومړۍ لارې په واسطه هدف ته رسېدل ممکن ښکاري.
د چین اوسنۍ هڅه همدا ده چې طالبان له اقتصادي اړخه ځان پسې وتړي او له همدې لارې یې پوروړي کړي؛ ترڅو راتلونکي کې پرې په اسانه خپلو اهدافو ته ورسیږي.
د دې لپاره چې داعش د چین پر وړاندې له طالبانو ډېر خطرناک دي؛ نو ځکه دوی هڅه نه کوي پر دغې ډلې پورې ولګیږي او ان نه غواړي چې پر نړۍوال سټیج د مخنیوي لپاره لابي وکړي، ځکه دوی پوهېږي چې طالبان د یو څو روپیو لپاره له داعش سره جنګ ته په دوه پښو ناست دي.
د دې خبرې ښه دلیل دا کېدا شي، چې طالبانو ته د ۴۰ میلیونه ډالرو له راتلو یوه یا دوه ورځې وروسته به یادې ډلې پر داعش ډلې عملیات کول.
موږ.یې درته یو څو بېلګې راوړو:
د مارچ په اتمه نېټه ورته ډالر راغلل؛ د مارچ لسمه نېټه یې کابل کې پرې عملیات وکړل.
د مارچ په ۱۴مه نېټه طالبانو ته څلوېښت میلیونه ډالر راغلل؛ د مارچ په اتلسمه نېټه یې بلخ کې پر داعش عملیات وکړل.
د فبروري په دیارلسمه ورته ډالر راغلل؛ په شپاړلسمه نېټه یې د کابل په ۱۷مه حوزه کې پرې عملیات وکړل.
دا او ګڼ نور دلایل شته؛ خو د تحلیل د لنډون په خاطر همدومره بس دي.
اوس چې چین پوهیږي، ګټه یې په طالب کې ده، نو هڅه یې همدا ده، چې له لکۍ دا نیولی سپی تر هغې پورې ونیسي، ترڅو سپی ستړی او دی منزل ته ورسیږي.
په دې ناسته کې د چین ټول ټینګار په داعش وو؛ خو د متقي له خوا له پرلپسې ډاډ وروسته یې زړه لګېدلی چې دا ډله ورته ریښتینې ده.
ځکه چین په سیمه کې د یو کمربند یوې لار او د چین اقتصادي دهلیز دوه سترې پروژې لري او د دې لپاره پکار ده چې طالبان را خپل کړي.
ایا داعش تحت بحث موضوع ده؟
دا هغه مهم بحث دی چې طالب یې له نړۍ د پټولو هڅه کوي؛ خو ښایي ډېر وخت یې پټ ونه شي ساتلی.
د خبریال ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، داعش ډلې د تېر کال له اپریل میاشتې څخه د سږکال د اپریل تر میاشتې پورې له طالبانو سره مخامخ ۷۵ بریدونه کړي، چې تر ټولو خطرناک یې په نیمروز کې وو چې ۲۱ طالبان یې ووژل.
دوی دغه راز پټ او ښکاره ۴۱ بریدونه کړي او همدا راز پرې ۳۱ ځلي طالبانو عملیات کړي، چې یو شمېر مهم کسان یې هم ورته وژلي.
البته د دې ټولو بریدونو په اړه طالبانو جزیات نه دي ورکړي.
په همدې حال کې یې پر نورو هېوادونو د افغانستان له خاورې ۳ بریدونه هم کړي.
له دې ټولو سره سره طالبان هڅه کوي چې د چین په څېر د نورو هېوادونو د اقتصادي پام راجلبولو لپاره افغانستان امن وښیي.
د دوی هڅه دا ده چې څنګه کولای شي، یوازې فردي ګټې وکړي او خپل کاروبار روان کړي.
معلومات دا دي، چې دوی هر یو له بهرنیو شرکتونو سره شریکان دي او هڅه یې روانه کړې، چې د بهرنیو پانګهوالو پام ځانته راجلب کړي؛ نو ځکه د داعش او نورو ټولو ترهګرو ډلو فعالیتونه ردوي.
پایله:
طالبان هڅه کوي چې د نړۍ له سترګو هغه څه پټ کړي، چې نه پټیږي.
دوی هڅه کوي هغه هېوادونه چې د دوی اقتصاد ورپورې تړلی پرځان رامات او خپل ځانونه پرې وپړسوي.
ښایي دا کار په لنډ مهال کې په بریالیتوب وشي؛ خو په اوږد مهال کې ناشونی دی.
داعش هڅه کوي ولسي ریښه پیدا کړي او له هغې وروسته خپل عملیات نور هم پیاوړي کړي.
د داعش له ولسي ریښې پیدا کولو وروسته به افغانستان یوې بلې خطرناکې کورنۍ جګړې ته لاړ شي او بلاخره به پر وطن د طالب سودا د تاریخ تر ټولو بې ارزښته سودا وي.