د پاکستان روان کړکېچ، احتمال او پر افغانستان یې مستقیم اغېز/آزاد

 

که چېرته د پاکستان بحران دوام ومومي نو دا وضېعت په یاد هېواد کې پوځي حکومت (مارشل لاء) ته لار هواروي.
د پاکستان د کنټرول پر زړه او مرکز (جې ایچ کیو) برید په یاد هېواد کې خوب او خیال دی، خو کله چې داسې کېږي نو خورا ډېر احتمال شته چې د همدې مرکز جوړ شوی پلان وي ځکه چې د پاکستان د عمومي نېرېټېو له مخې دغه او دې ته ورته بریدونه د یاد هېواد بقاء له ګواښ سره مخ کوي، او د دې ګواښ د مخنیوي یوازېنۍ لاره پوځي حکومت دی.

دویم تقویي دلیل د ټي ټي پي په څېر د ډلې له دې وضېعت څخه هیڅ ګټه نه اخیستل دا په ډاګه کوي چې هم ټي ټي پي او هم روان وضېعت د جې اېچ کیو کنټرول شوي عناصر دي.
دریم بحث په یاد هېواد کې د پوځي واکمنیو د راتګ تاریخچه ده. کله هم چې د سیمې په ځانګړي ډول د افغانستان د وضېعت د مدیریت بحث رامنځته شوی، د پاکستان بشپړ واک پوځ ته سپارل شوی. په ۱۹۷۱ کې د بنګله دېش تر بېلېدو وړاندې د یاد هېواد واک جنرال یحيیَ خان ته ورکړ شو چې نوموړي په ۱۹۷۱ کې پر بنګله دېش د برید امر وکړ.

د سړې جګړې پر مهال، افغانستان د سړې نړۍ والې جګړې په ډګر د جوړولو له پاره جنرال ضیاءالحق ته واک سپارل کېږي، او په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې پر مهال د پاکستان واک بیا هم د پوځ (جنرال مشرف سره وي.)
په سیمه، په ځانګړي توګه د افغانستان په قضیه کې د مداخلې له پاره ستر قوتونو ته خورا ګرانه وي چې د یوه ملکي حکومت چې له مختلفو ګوندونو څخه جوړ وي، سره معامله وکړي.

لومړی خو ولسي/ملکي حکومت د پاکستان په څېر په هېواد کې د سترو لوبو د معاملو واک نه لري، دویم دا چې په یاد هېواد کې ملکي حکومت څو خولې او څو ادرسونو وي چې نه راز ستالی شي او نه اوامر پر وخت پلي کولی شي.
اوس که چېرې یاد احتمال په واقعت اوړي، تر ټولو ستر تاوان یې افغانستان ته رسي، هغه ځکه چې د افغانستان اوسني واکمنان له لسیزو راهیسې یوازې او یوازې د پاکستان د پوځ په کنټرول کې دي، نو که چېرې په پاکستان کې پوځي حکومت راځي نو د راتګ تر ټولو لویه وجه او پلان به یې افغانستان وي.

او که چېرې دا پلان نه وای، نو د پاکستان پوځ دومره ستر رېسک ولې واخلي؟ حال دا چې میاشتې وړاندې د عمران خان د نیولو د هڅې تجربه دوی درلوده، دوی و نه شوای کولای چې د څو سوو زمان پارکوالو څخه عمران خان راتېر کړي، هغه هم په داسې حال کې چې د نوموړي د نیولو وارنټ او قانوني حق یې درلود ځکه چې نوموړي عدالت (محکمې) ته له حاضرېدو ډډه کوله، لاکن اوس چې نوموړی په متواتر ډول محکمې ته پر وخت حاضرېږي او بیا په محکمه کې د حاضرېدو پر مهال بې له کوم وارنټ څخه په تاوتریخوالي او اخ او ډب سړي نیسي او کشکوي یې، دومره ستر رېسک د پاکستان اسټبلېشمنټ ولې واخلي، هغه هم چې عمران خان محمکې ته تر روانېدو وړاندې ګواښ کړی وي چې که چېرې “زه نیول کېږم نو ملته راووځئ او چې نه وي هغه وکړئ.”

د اقتصادي بحران څخه د وتلو له پاره پاکستان هیڅ کله بل څه نه دي لرلي خو یوازې او یوازې د نیابتي ډلو د تولید په بدل کې یې ملیاردونه ډالر اخیستي. لذا، د پوځي حکومت له راتګ وروسته د میلیاردونو ډالرو د ترلاسه کولو یوازېنۍ لاره افغانستان ده چې له واړندې لا په بشپړه توګه د دوی په واک کې دی.

سربېره پر دې چې پر عمران خان د قادر بنسټ د سلګونو میلیونو پاؤنډ د فساد تور پورې دی. اما، څه چې دا دوې ورځې په پاکستان کې روان دي، پوځ به ډېر ژر پر عمران خان د ترهګرۍ تورونه هم ولګوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More