پاکستان کې د عمران خان د نیول کېدو په غبرګون د اعتراضونو دوام

په پاکستان کې د ځانګړو ځواکونو له خوا د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته د دې کار په غبرګون دغه هېواد د تاوتریخجنو اعتراضونو له پایلو سره مخ دی او د وضعیت د عادي کولو لپاره هڅې کوي، خو د کارپوهانو په اند دا کار به په نږدې راتلونکي کې ناشونی وي.

تر ټولو زیات تاوتریخوالی په لاهور ښار کې لیدل کېږي چې یو شمېر ودانۍ او موټرونه سوځول شوي، لويې لارې تړل شوې او همداراز ترافیکي نظم هم ګډوډ شوی دی

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند لوړپوړی غړی شاه محمود قریشي هم نيول شوی دی.

د پاکستان یو شمېر اوسېدونکي د عمران خان له نیول کېدو وروسته انټرنټي خدماتو او ځینو ټولنیزو رسنیو ته هم لاسرسي نه لري.

عمران خان د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې محکمې ته د حاضرېدو پر مهال د ځانګړو پوځي ځواکونو له خوا ونیول شو.

نوموړی د پاکستان د القدیر پوهنتون د جوړولو په دوسیه کې په ۶۰ میلیارده کلدارو اختلاس تورن دی. دا پروژه په ۲۰۱۹ کال کې هغه مهال چې ښاغلی خان لومړی وزیر و د بریتانیا په مرسته عملي شوې وه.

د اوس لپاره نوموړي ته اته ورځې بند اعلان شوی. خو د نوموړي پلويان د هغه ژر تر ژره په خلاصېدو ټينګار کوي او په پراخو اعتراضونو يې لاس پورې کړی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More