د عمران خان له نېولو وروسته پاکستان ته د اوښتو زیانونو کره معلومات

خبریال وېبپاڼه: پنجاب کې ۱۲۸۰ لاریوون کوونکي نیول شوي او هلته ۱۴۵ تنه پولیس افسر او پولیس ټپيان شوي.
• د لاریونونو پر مهال لاهور کې ۶۳، را ولپنډۍ کې ۲۸، فیصل اباد کې ۲۱، اټک کې ۱۰، ګوجرانواله کې ۱۳، سیالکوټ کې ۵، میانوالي کې ۶ نظامیان چې په کې پولیس او افسران شامل دي، ټپیان شوي.
• تر اوسه ۶۰ نظامي موترې سوزول شوي چې ۱۷ لاهور، ۳ په ګجران واله، ۱۳ په فیصل اباد، ۵ سیالکوټ، ۱۸ را ولپنډۍ، ۲ په بهکر او یو په اټک کې سوزول شوي دي.
• د عمران خان د نیولو وروسته د پاکستان رسمي بانکونو کې یو ډالر په ۲۹۹ پاکستانیو کلدارو پلور کېدو چې په تاریخ کې په لومړي د کلدارې سپکوالی ښایي
• د پاکستان په اکثریت ښارونو کې له تېرې ورځې راهیسې ښوونځي تړل شوي دي.
• د لاریونونو له امله لس تنه وژل شوي چې ۷ تنه یې یواځې خیبر پښتونخوا کې دي
• خیبر پښتونخوا کې د ۳۶ نظامیانو په ګډون ۱۰۴ تنه نور ټپیان شوي
• ۲۹۶ تنه لاریونوال یواځې خیبر پښتونخوا کې نیول شوي.
• د خیبر پښتونخوا یوې نظامي اډه چې ودانۍ یې څو ورځې مخکې جوړه شوې وه، ورته اور اچول شوی چې په کې اته موټرې، وسایل او ودانۍ هرڅه لولپه شوي.
• د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې د پاکستان ټاکنو کمېسیون ویاند وايي، ناپېژاندو کسانو د دې کمېسیون پر ځایي دفتر یرغل کړی.
• خیبرپښتونخوا کې د ټاکنو ودانۍ اسناد سوزول شوي، وسایل لوټ شوي، په دفتر کې ولاړ موټرو او موټر سایکلونو ته اور اچول شوی دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More