پاکستان کې د ناکراريو سره هم مهاله د اسلام اباد سترې محکمې عمران خان په ضمانت خوشې کړ

د اسلام اباد سترې محکمې د جمعې په ورځ د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان ته د ۱۵ ورځو ضمانت منظور کړ.

عمران خان د سه شنبې په ورځ د القدير بنسټ په قضیه کې د اسلام اباد په یوه محکمه کې ونیول شو.

د پاکستان په یو شمیر لویو ښارونو کې له دریو ورځو ناکراریو او ګډوډيو وروسته خان پرون د اسلام اباد محکمې ته حاضر شو او محکمې يې د دوو اونیو لپاره په ضمانت د خوشې کولو حکم  وکړ.

په همدې حال کې د عمران خان پلویانو د محکمې له پرېکړې وروسته پر سړکونو نڅاګانې او جشنونه وکړل.

له سه شنبې تر پنجشنبې په ناکراریو کې څو تنه وژل شوي، سلګونه ټپیان شوي او نږدې دوه زره کسان نیول شوي دي. خو د عمران خان پلویانو ګواښ کړی و، چې د خان تر خوشې کېدو پورې به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د فساد ضد ادارې عمران خان، د هغه مېرمن بشرا بي بي او د تحریک انصاف ګوند یو شمېر نور مشران تورن کړي چې د پاکستان ملي خزانې ته یې تر ۱۹۰ میلیونه پونډه زيات تاوان رسولی دی.

خو د اسلام اباد سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي خان نیول “غیر قانوني” وبلل او د نوموړي د خوشې کولو امر یې وکړ.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More