د اولادونو روزنه باید څنګه وکړئ؟

د زوی تربیه
خبریال وېبپاڼه: د یوې مور په توګه، دا ستاسې مسؤلیت دی چې د خپل زوی د هر کار و فعالیت څخه یې پلار خبر کړئ.
دوه ورځې وړاندې یوه ملګري راته د خپل زوی د ژوند او عادتونو په هکله کیسه کولۀ: مېرمنې مې زوی ته ځیرک موبايل اخیستی ؤ، له ما یې پوښتنه نه وه کړې حتی زه یې خبر کړی لا پرې نه وم. څو ورځې وروسته مې د زوی موبایل چیک کړ،ګورم چې ټول یې پکې فحش شیان و فلمونه پلټلي دي.
زوی شرابي شوی هم دی او هغه هم ښه پوخ.
په یوۀ کال کې د زوی سترګې او څهره دومره بدله شوې،چې په یو کال مخکنې انځور کې یو ښکلی او معصومه څهره لرونکی هلک دی، په داسې حال کې چې د یو کال وروستي انځور سره یې لکه د اؤوۀ کاله وروسته توپیر درلوده؛ لوی وېښته،سرې سترګې، مړاوی بدن.. پلار یې د زوی دې انځور ته په هېله من نظر کتلي…

ـ د زوی قضیه خورا توپیر لري. د زوی په روزنه کې تر ټولو مهم رول د پلار لخوا لوبول کېږي. یوه مور که هر څومره هڅه او جدوجهد وکړي، خو زوی هغه ډول روزلی نشي لکه څرنګه چې یې پلار کولای شي.
دا چې زوی چیرته ځي؟ له چا سره ګوري؟ له چا سره ډېر وخت تیروي؟ د هغه عادتونه؟ د هغه فعالیتونه څه دي … په دې ټولو د پوهېدو لپاره له کوره بهر وتل او د نظر لاندې ساتل و څارل اړین دي.
له دې هر څه څارنه په ښکاره توګه مور نه شي کولای چې د زوی په هکله ځان اګاه کړي.
نو که تۀ یو پلار یې، دا کار تۀ پخپله کولای شې!
او که مور یاست، لږ تر لږه د زوی پلار مو د هغه له هر کار و فعالیت څخه خبروئ، که نه نو د پلار په سترګو کې یې خاورې اچول، ستاسې زوی په غلطه لار رهبري کوي.

د لور په معامله کې بیا برعکس:
مور د لور په روزنه کې تر ټولو مهم رول لري.
دلته نو مور باید په لور نظر وساتي. مور هغه څوک ده چې د لور په سترګو، د خبرو په انداز ښه پوهېدلی او ښه درک کولي شي. د هغې په حرکاتو او کارونو.

ـ د ښځې او میړه ترمنځ باید د ماشومانو په اړه کمیونېکیشن (اړیکه) موجود وي.
که چیرته تاسي یوۀ ښه جوړه یعني ښۀ ښځه او خاوند نه یاست، نو په بخښنې، تاسي هېڅکله هم ښه مور او پلار نه شئ کیدلی…!!

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More