قلیچدار اوغلو: هیڅوک حق نه لري چې د بریا ادعا وکړي

خبریال وېبپاڼه: د ترکیې د شپږ کسیز ایتلافي ګوند نوماند کمال قلیچدار اوغلو وايي، د دغه هېواد په ټاکنو کې یې پراخ ګډون کړی او هېڅوک حق نه لري چې د ټاکنو د پایلو تر رسمي اعلان مخکې د بریا ادعا وکړي.
قلیچدار اوغلو دغه څرګندونې د خپلو پلویانو په منځ کې وکړې.
هغه زیاته کړه: “پایلو وښودله چې اردوغان نشي کولی د ملت باور ترلاسه کړي او د عدالت او پراختیا ګوند رایې کمې شوې دي.”
قلیچدار ټینګار وکړ: “که چیرې دوهم پړاو پریکړه وشي، موږ به ټاکنې وګټو.”
هغه وایي، چې د ټاکنو معلومات اوس هم بشپړ شوي، خو موږ په دویم پړاو کې سیالي منو.
بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب صیب اردوغان په انقره کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، که څه هم تر اوسه وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې، خو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مخکښ دی.
هغه زیاته کړه: “که زموږ ملت دویم پړاو ته د تګ پرېکړه وکړي، موږ به یې درناوی وکړو.”
د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې پرون یکشنبه پیل شوې او په ځايي وخت د مازدیګر په پنځو بجو پای ته ورسېدې.
د اناتولي دولتي خبري اژانس د معلوماتو پر بنسټ، رجب طیب اردوغان په سلو کې ۴۹،۳۹ او د هغه سیال کمال قلیچدار اوغلو ۴۴،۹۲ سلنه رایې ګټلي دي.
د ترکیې د نورو دولتي رسنیو معلومات هم ښیې چې رجب طیب اردوغان تر دې دمه مخکښ دی.