خلیلزاد: پاکستانیان دې د حکومت پر ضد لاریونونه وکړي

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د سیاسي کړکېچ په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې د دغه هېواد له خلکو غوښتي، چې د «ورانوونکو سیاستونو» د دوام یا زیاتوالي په صورت کې دې «پریکنده، واضح» خو د تاوتریخوالي پرته ګامونه پورته کړي.
خلیلزاد دا خبره نن د پاکستان د حکومت له خوا د عمران خان د مېرمنې بشرا بیګم د نیولو په اړه د اوازو د خپرېدو په غبرګون کې وکړه.
په افغانستان کې د امریکا پخوانی استازی وايي، د پاکستان حکومت د دې پر ځای چې له ناورین څخه د وتلو هڅه وکړي، په هېواد کې د سیاسي کړکېچ د پیاوړي کولو هڅه کوي.
هغه دا هم وويل چې د پاکستان حکومت د بشرا بېګم، د نيولو په پلانولو سره ظاهراً اراده لري چې د خان د نيولو او په زندان کې د ساتلو په هدف «د فتنې مبهم قانون» ته دوام ورکړي.
زلمي خلیلزاد په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت دغه اقدام یي غیر عادلانه او بې پروایي بللی، هغه یو ځل بیا د پاکستاني پوځ مشر منیر عاصم د استعفا او په دغه هېواد کې د ټاکنو لپاره د معلوم وخت د ټاکلو په اړه پر خپلې پخوانۍ غوښتنې ټینګار کړی دی.
په پاکستان کې د تېرې اونۍ سیاسي ناکراریو د دغه هېواد د حکومت او تحریک انصاف ګوند ترمنځ د جنجال نوې څپې راپورته کړي.
خلیلزاد تر دې مخکې په پاکستان کې د وروستیو سیاسي کړکېچونو په تړاو ویلي و چې د دغه هېواد د پوځ د مشر له استعفا پرته په پاکستان کې د سیاسي ثبات راتګ ناشونی دی.
په ورته وخت کې هغه د پاکستان له خلکو غوښتنه کړی چې د دغه هېواد د حکومت پر وړاندې له تاوتریخوالي پرته «پرېکنده او واضح فعالیتونه» وکړي، چې تېره اوونۍ د عمران خان د پلویانو له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو په پایله کې، ۱۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د پاکستان حکومت تر اوسه د دغه امریکايي دیپلومات د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.