د ترکيې د ولسمشرۍ ټاکنو دويم پړاو روانه می مياشت ترسره کيږي

د تركيې په تاريخ كې د تر ټولو مهمو ټاکنو د رايو شمېرنه پاى ته. رسېدلې او هیڅ یو نوماند ونه شو کولی چې د ټولو رایو له پنځوس سلنې څخه زیاتې رایې ترلاسه کړي.
سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی، چې په دې ټاکنو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ۴۹،۴۲ سلنه او د اردوغان اصلي سیال کمال قليچدار اوغلو ۴۴،۹۵ سلنه رایې ګټلې دي.
په همدې حال کې ۵۵ کلن ترکي ملتپال سیاستوال سنان اوغان ۵،۲ سلنه او محرم اينجه ۰،۴۳ سلنه رایې خپلې کړې دي.
ښاغلي اردوغان چې په لومړي پړاو ټاکنو کې يې ونه شو کولی ډېرې رایې ترلاسه کړي، د یکشنبې په شپه خپلو پلویانو ته په وینا کې ټینګار وکړ چې که ټاکنې وځنډول شي، د خلکو پرېکړې ته به درناوی وکړي.
له بلې خوا، قلیچدارو اوغلو د دوشنبې په سهار وویل چې هغه د دویم پړاو لپاره د خلکو پریکړه مني او زیاته یې کړه چې اردوغان د یکشنبې په ټاکنو کې د خپلې خوښې پایله ترلاسه نه کړه.
د خپل ایتلاف د نورو ګوندونو له مشرانو سره په خبرو کې، قلیچدارو اوغلو وویل چې هغه به په دویم پړاو کې د اردوغان په وړاندي بريالی شي.
په ورته مهال ټاکل شوې د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنو دويم پړاو د مې په ۲۸مه ترسره شي.
دا ټاکنې د ناټو د دغه غړي هیواد یو له مهمو سیاسي پیښو څخه شمیرل کیږي او ترکان به په داسې حال کې د ټاکنو صندوقونو ته ولاړ شي چې د دغه هېواد وګړي له اقتصادي ستونزو او د ژوند د لګښتونو له لوړیدو سره مخ دي.