سراج العمارت ولې په مدرسې بدل شو؟

خبریال وېبپاڼه: ښه به وي چې لږ تېر تاریخ ته سر ورښکاره کړو؛ د امریکا او روسیې ترمنځ له سړې جګړې وروسته امریکا دا ومونده چې د روسیې سرکوب ساتلو او د روسیې ائتلاف د کمزوري پاتې کېدو لپاره باید په سیمه کې ترهګرې ډلې فعالې وي.
دا نظریه هغه وخت د امریکا د ملي امنیت د مشر وه، چې وروسته په ډېرې تېزۍ سره عملي شوه.
افغانستان چې تیار د ترهګرو ځاله وه؛ نو پکار وه چې د روزنې لپاره یوه بله سټراټیژیکه نقطه هم موندل شوې وی.
همغه وو، چې امریکا له پاکستان سره د خولې شات نیمایي کړل او هلته یې د ترهګرۍ د ودې مرکزونه پیل کړل.
تور دوښمن که څه هم وږی و؛ خو بیا یې هم د جوش پر ځای له هوشه کار واخیست او د پنجاب پرځای یې د پښتون خاوره ورکړه.
بلاخره د پښتونخوا په ګڼو سیمو او بلوچستان کې د امریکا په مرسته د پاکستان د ای ایس ای له لوري د دیني مدرسو مرکزونه جوړ شول.
دا مرکزونه په ښکاره د دیني زدکړو لپاره وو؛ خو په داخل کې په کې نظامي زدکړې هم ورکول کېدې.
خلکو؛ په ځانګړي ډول کم عمره ماشومانو ته به افراطي فکرونه ورکول کېدل.
په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور علت همدا مدرسې وې، چې د نسبې ختمې شوې سړې جګړې د بیا پیل دوه مهمې لسیزې یې تېرې کړې.
دوی که څه هم په کمه اندازه زیان موند خو د نړۍ‌والې ترهګرۍ د بازار لپاره یې داسې خلک وموندل چې تېرې ۷ لسیزې ورپسې ګرځېدل.
په افغانستان کې د جمهوریت جوړول او له هغه وروسته د ترهګرۍ ځپل د امریکا تش شعار و، چې لاهم دی.
دوی هماغه خلک بېرته واکمنان کړل چې ان تېر درې کاله پخوا یې ترهګر بلل.
امریکا پر دې ښه پوهېده چې پاکستان ترې د ترهګرۍ د ودې پر سر زیاته اندازه پیسې اخلې او دا قمار ورته قیمته پریوځي؛ خو بیا یې هم بله لار نه لرله.
په دوحه کې له طالبانو سره له هوکړې وروسته چې دا ډله واک ته ورسېده؛ نو د امریکا لپاره فرصت برابر شو، ترڅو د ترهګرۍ روزنځایونه په افغانستان کې ډېر کړي.
پر کابل د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په هېواد کې د مدرسو ډېرېدل عام شول، چې ګڼ شمېر یې د طالبانو له لوري حمایه کېږي.
د مدرسو ډېرېدو پر دوام؛ تازه په ننګرهار کي د امير حبيب الله خان په لاس ودانه شوې ودانۍ ‎سراج العمارت هم طالبانو په جهادي مدرسه اړولی دی.
دا د دوی هغه مېشن دی چې په دوحه کې ورکړل شوی.

د امریکا ګټه په کې څه ده؟

د نړۍ د جګړو بڼه اوس بدله شوې او ممکن راتلونکو څو کلونو کې نوره هم بدله شي.
اوس هېوادونه خپلې جګړې خصوصي کمپنیو ته ورکوي ترڅو یې ورته وګټي، چې غوره مثالونه یې واګنر او بلک واټر دي.
د دې لپاره چې دا ډول کمپنۍ زیات لګښتونه لري؛ نو امریکا د خپل نظامي لرلید په رڼا کې غواړي راتلونکي کې داسې یوه ډله ولري چې هم یې لګښت کم وي او هم د جګړې لپاره یو احساس ولري.
په سیمه کې نهایت لوی بدلونونه را روان دي، د چین وروستۍ هڅې د امریکا لپاره سره څراغونه دي او د همدې لپاره هم مهمه ده چې امریکا دلته افراطي ترهګرې ډلې ولري.
پاکستان ډېر څه له امریکا پټ ساتل او هڅه یې کوله چې د پښتونخوا او بلوچستان په سیمو کې د ترهګري په روزنځایونو یوازې دوی کنټرول ولري؛ خو د امریکا لپاره دا مسئله په افغانستان کې برعکس ده.
امریکا د دوحې د تړون له مخې له افغانستان څخه وتلې، نو دا امکان هم شته چې راتلونکې کې که روسیه افغانستان کې مداخله زیاتوي؛ نو دوی د همدې ډلو پرمټ داسې کوم ګام ترسره کړي چې د دوی ګټې وننګوي او دوی ته بېرته د راتګ موقع په لاس ورکړي.

خطرونه څه دي؟
ترهګري بل کړی اور دی او دا اور تر هغې ستا په کنټرول کې وي چې تر کومه پرې ته تودېږې؛ خو که غواړې بل پرې وسوځوې، نو بیا دې له کنټرول څخه وځي.
که دوی په افغانستان کې د نورو د ګواښ لپاره ترهګري زیاتوي، نو لرې نه ده چې دا ډلې به د دوی له منګولو هم وځي.
امریکا بیا مجبوره ده چې یا بله ډله ورته پیدا کړي او یا هم د دوی د ځپلو لپاره سیمه کې نظامي حضور ولري.
د طالبانو ترمنځ خپل منځي اختلاف هم ښایي د دې سبب شي، چې په یو نه یو ډول د دې پلان مخه ونیول شي.

پاکستان لاهم له صحنې وتلی نه دی؛ نو د دې لپاره چې ژوول شوې مړۍ یې له ستوني را ونه وېستل شي، ښایي راتلونکې کې دا ډول مدرسې هدف وګرځوي او بریدونه په کې وکړي؛ ترڅو دا مېشن بېرته خپلې خاورې ته یوسي

پایله

طالبانو لا وار د مخه په افغانستان کې د زده کړو مخه نیولې او ښایي دا پروسه دوامداره کړي.
دوی نه غواړي چې د افغانستان خلک باسواده پاتې شي؛ ځکه راتلونکې کې د دوی پورته ذکر شوي ماموریت ته زیان رسوي.
د دوی هڅه دا ده چې راتلونکې کې د ښوونځیو پرځای دیني مدرسې زیاتې او خلک په کې وروزي.
ښایي په ښوونځیو او پوهنتونونو کې هم خلکو ته د جهاد اړوند مضامین زیات او د خلکو ذهنیتونه همدې ته چمتو کړي.
بلاخره؛ ټوله هڅه یې دا ده چې د افغانستان راتلونکی نسل سر له اوسه په جګړه‌ییز فکر سمبال کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More