د انارشیزم پېژندنه

خبریال وېبپاڼه: انارشيزم يو غورځنګ، يوه نظريه ده. او دوی په دې عقيده دي چې قدرت او د حاکميت جاه او جلال که په هر شکل وي مردود دی. په همدې لحاظ دوی د حکومتونو د نسکورولو او په ځای يې غورځنګونه او ټولنې د مرجيعت ادرس ګڼي .
ددې موضوع په ليکلړ کې لاندې موضوعات تر بحث لاندې نيول کېږي.

1- د انارشېزم اصطلاحي څېړنه
٢- د انارشېزم د نظرياتو ريښه
٣- د انارشېزم ايډيالوژي
٤- د انارشيستانو باورونه
٥- د انارشۍ ډولونه

الف: کمونستي انارشېزم
ب: فردي انارشي
ج -دموکرات انارشي
٧- د انارشۍ ځانګړنې
٨-پايلې
٩:سرچينې

انارشيزم اصطلاح د يوناني ژبې د (archos)څخه ريښه اخلي چې د خوښۍ، سر ، ريس او د (an) د حذف کولو او لری کولو په معنی دی .
نو په دې توګه د سردارۍ، مشرۍ د سرکوبولو د حکومت ستېزي معادله اصطلاح ده .
په لغوي لحاظ انارشي (بې حکومتي) ته وايي .
انارشېزم په اصطلاحي ډول يو سياسي حرکت دی او يوه سياسي نظريه ده چې باور يې د قدرت او مرجعيت که هر شکل يو ناخوښی کار ګڼي دوی دغسې موډل په اخلاقي لحاظ يو مردود عمل ګڼي .
نو ځکه د حکومتونو په سرکوب کولو او په عوض يې ډلې او غورځنګونه د مرجعيت اصلي ادرس ګڼي ځکه چې د انارشېزم فلسفه حکومت د ټولو ټولنيزو بدمرغيو لامل بولي.

٢- د انارشيستۍ نظرياتي ريښه:
د انارشېزم تفکر ريښې په لرغوني يوناني تمدن کې موندلای شو .
د سټيوميزم د ځينو نظرياتو مطالعه هم د انارشيزم د باور دخُم په رنګ کې رنګ شوې .
د انارشېزم مفکوره د 1840 څخه تر 1870 ميلادي کلونو ترمنځ را ټوکېدلې .
ددې نظرياتو لړۍ بيا هسپانيه ،ايټاليا،سويس، فرانسې،اتريش ،هالينډ او د لاتينې امريکا ځينو هېوادونو ته غزېدلې.
د انارشېزم اصطلاح په لومړي ځل فرانسوي فيلسوف پرودن له لوري وکارېدله.
پرودن په دې باور و چې د خصوصي مالکيت او ددولت په محوه کېدو انسانان رفاه ،هوساينې او رښتينې ازادۍ ته رسيږي يعنې انسان د خصوصي ملکيت او د دولت له ذولنو ازاديږي چې همدا عدالت دی.
له ده وروسته روسي مبارز باکونين او فرانسوي (کراو) د انارشېزم د جبر څخه د خلاصون طرحه رامنځ ته کړه.

٣- د انارشېزم نظريه:
انارشيزم يوه سياسي نظريه ده ، چې بنسټ يې ددولت په نسکورېدا ولاړ دی دوی باور لري چې حکومت بايد ړنګ شي او خلک بايد ټولنه په داوطلب ډول ورغوي. دوی د حکومت له نامه ډېره کرکه کوي انارشيستان حکومت يوه شيطاني وسيله ګڼي چې د قهري قوې پرمټ زبېښاک ته لاره هواروي او له خلکو رښتينې ازادي تروړي.
دوی وايي: حکومت ټول اصول او قواعد تر پښو لاندې کوي ازادۍ او عدالت نفې کوي او انارشېزم د فردي نا محدودې ازادۍ د يوازینۍ مرجعې په توګه معرفي کوي.
انارشيستان دولت او حکومتي نهادونه فاسدې پديدې بلي؛ او د مفسدې مرجع په حيث ورته د کرکې په سترګه ګوري.

٤- د انارشيستانو باورونه:
انارشيستان د هېګل د پلويانو د نظرياتو اپوټه نظر لري د هيګل د فلسفې لارويان دولت د الوهيت درجې ته رسوي هغوی وايي پاچا د خدای استازی دی چې د حکومت واګی ورسره دی او هغه څه کوي چې خدای يې ورته وايي دا هرڅه دوی په خپل په سر نه کوي.
خو انارشيستان بيا حکومت او دولت يا دولتي او حکومتي نهادونه شيطاني مراجع بلي او کرکه ترې کوي دوی وايي حکومتونه په جبر نيول کېږي. او د همدې اجبار په تسلسل بقاء مومي دوی وايي کله چې قدرت ته رسيدنه په جبر شي نو ټولنه د انساني ژوند د اخلاقي او اجتماعي زوال سره مخ کېږي.
انارشيستانو کې د عطف ټکی دادی په کلي ډول د اړ و دوړ پلوي نه دي، او داسې بې سره او بې نظمه حالت نه غواړي دوی وايي چې ټولنه کې بايد د خلکو داسې ټولي او خوځښتونه بايد شتون ولري چې اخلاقا د جامعې د رفاه لپاره لاس په کار شي.
ددوی په عقيده چې حکومت په زور او جبر په خلکو سلطه ترلاسه کوي ځکه دوی ټولنې ته نظم نه شي برابرولی دوی هېڅ مشکل نه شي حلولی حکومت خپله يو مشکل دی.
يوازې ولسي بنسټونه دي چې د خلکو د روحي تسکين او د ټولنې د نظم لپاره له جبر پرته کار کولای شي.
انارشيستان د حکومت وجود خپله يوه ستونزه ګڼي او په اړه يې دوه نظريې وړاندې کوي.
لومړی: هغه شمېر خلک چې ددولت څرخ تاووي او بېلابېلو برخو کې پر دندو بوخت وي لکه (سياستوال، د دولت کارکوونکي، قاضيان، مامورين او نظاميان)دا هغه ډله خلک دي چې د حکومت ځواک ورسره دی. دلته يوه برخه خلک بيرون پاتې کېږي چې هغه کارګر او عام ولسي خلک دي د دولتدارۍ صلاحيت چې کومو خلکو سره دی هغوی دغه کارګر او ولسي خلک تر زبېښاک لاندې نيولي.
دوېم: دولت هڅه کوي چې د خپلې بقاء لپاره له منابعو کار واخلي، د هغه سرچينو نه د استفادې لپاره کومې وسيلې چې لاس کې لري، هغه قوانين او پاليسۍ چې د دې قوانينو تطبيق اجباري بڼه لري، بلکې چې دا روش د يو بې اغېزه روش مېتود دی .
ددې انارشېزم د فلسفې پلويان وايي چې انساني ټولنه له ډېرو مغلقو او پېچلو طبقاتو څخه جوړه ده. دلته يو پېچلي او محتطانه تدابير په کار دي. دوی وايي د ټولنې سرکشه خلک دحکومت د سلطې په زور تعذيب کول چندانې ښه کار نه دی، دغسې خلک بايد د ولسي عامه افکارو د فشار په واسطه اصلاح شي يا دې له ټولنې نه اخراج شي مګر دوی ته د حکومت لخوا شکنجه ورکول زياتی دی.
دوی باور لري چې انسان فطرتاً سپيڅلې او اجتماعي موجود دی؛ يعنې فطرتاً ټولنيز ژوند يې منلی په دغسې يو موجود چې خپله ټولنيز مزاج لري حکومت يې تر جبر ،زور او فشار لاندې راولي او له ټولنيز ژوند يې زړه ور بدوي.
دولت په دې باور خلک تر فشار لاندې راولي چې د جرمونو ګراف راټيټ کړي مګر زور او فشار خپله يو جنايت دی چې دولت يې مرتکب کېږي حکومت خپله يو جنګي ماشين دی چې د خپلو عليا ګټو لپاره پټې او ښکاره تباه کوونکې جګړې کوي.
انارشيستان وايي: له دې عذابه د خلاصون په موخه ښه داده چې د حکومت په نامه دا د زور ماشين بايد نه وي؛ خلک دې خپله د اجتماعي قرارداد او اجتماعي اخلاقو په نظر کې نيولو سره د دوو دوديزو باورونو په وجود کې خپل د ژوند چاري تضمين کړي چې دا يو د سوسياليزم دوديز باور او بل د ليبرالېزم دوديز باور دی، خو په حقيقت کې انارشېزم ته دواړه باورونه د رقيب په توګه کمين کې دي ځکه دواړه باورونه حکومت سره يو ډول انطباق کوونکې نظريې دي چې انارشېزم دافراطي سوسياليزم او افراطي لېبرالېزم سره د پرېکون طبېعت او مزاج لري .
انارشېزم د سياسي او علمي روش له مخې کولای شو په دوو برخو وويشو او ورانکاري، ترور کوونکي، اعتصاب کوونکي او د دولت د دستګاه ويجاړونکي. چې دغې ډلې په نوولسمه پېړۍ کې ګڼ سياستوال، پاچاهان او ولسمشران وژلي او ترور کړي يې دي چې د فرانسې ولسمشر (کارنو) د ايټاليې پاچا(هومبرت)د اطريش ملکه (اليزابيت) او د امريکا ولسمشر مکنلي يې د يادولو وړ دي.
په هسپانيه کې د شلمې اوله نيمايي پېړۍ د انارشېزم د اوج مرحله ګڼل کېږي او دغه مرحله د(١٩٣٩-١٩٣٦)کلونو ترمنځ وه چې ددې هېواد د کورنيو جګړو مرحله يې ګڼلی شو.
ياده مرحله د هسپانيې د جمهوريت غوښتونکي فوځ په ماتې او د انارشيستانو په بري تمامه شوه. کله چې دا فتحه د انقلابي انارشيستانو په برخه شوه دلته له دې بري وروسته د انقلابي انارشيستانو ځای ورو ورو اصلاح غوښتونکو انارشيستانو ونيوه. او هغوی پر اصلاحاتو ، د سولې په ساتنې او په ښېرازه چاپيريال ساتنې باور درلود، مګر د انارشېزم بقاء ځکه مهال شوه چې دوی په منظمو او پراخو تشکيلاتو باور نه لره. د دې نظريې افراطي قشر زښت زيات د تاوتريخوالې له طريقه وېره خپره کړه؛ د دې برسېره يې خپل حريفانو نه په ډېر قضاوت غچ واخيست او خپلې هغې دعوې او نظريې باندې يې د بطلان خط راکاږه کوم چې دوی حکومت د تشدد، ظلم، رعب، وېرې او په خلکو د سلطې عامل باله.
انارشيستان د خصوصي ملکيت لرلو يا نه لرو يا هم د فردګرايي(انفرادي حرکتونو) او کثرتګرايي(يا دګډو ټولنيزو حرکتونو)له مخې په دوو برخو د وېش وړ دي.
١- کمونستي(اشتراکي) انارشېستان
٢- د دموکراتيکو ارزښتونو پلوي انارشيستان

١- کمونستي انارشېزم
دا ډله خلک د شخصي او خصوصي ملکيت مخالفت کې واقع دي دوی جمعي ملکيت د انفرادي ملکيت په ځای نصبوي. له ځمکې او پانګې داسې استفادې باور لري چې هلته د دولت مداخله نفې شوي وي. او دا نظريه د کرنيز اقتصاد او محلي صنعت د ودې او ملاتړ نظريه ده. ياده مفکوره انسانان بېرته محلي ژوند ته ستنوي او د ښاري موډرن صنعت د حکومت د ملامتونکو ماليو او استثمار څه مخ اړول دي، دوی وايي چې خلک دې په داوطلب ډول خپله عرضه او تقاضا په خپلو محلي کارخونو کې پوره کړي. او نوموړې نظريه د باکونين او پويټر کراپوتکين له لوري ارايه شوه.

۵.۲ – فردي انارشېزم
د دې باور چورلېز فردي ملکيت باندې ولاړ دی، دوی لوی ملکيتونه له منځه وړي او کوچني لا پسې پراخوي ددې ډلې ايډيولوژي تقريبا ليبرالېزم ته مايله ده.( په دومره توپير چې لېبرالېزم لږ تر لږه د دولت شتون حتمي بولي.)
ددې نظريې مبتکرين له پرودن او اشترنر څخه عبارت دي.

د انارشېزم ځانګړنې:
په ټوله کې د انارشېزم نظريه يا فلسفه درې لويې ځانګړنې لري

١- د حکومت يا دولت نشتون .
٢- په واقعي معنی برابري او مساوات.
٣- د شخصي ملکيت نشتون.

ــــــ
ژباړه او راټولونه:
“محب الررحمن مالیار” او “هلال شینواری”

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More