پنجشیر کې یو تن د طالبانو تر شکنجې لاندې ووژل شو

خبریال وېبپاڼه: پنجشیر کې ځایي سرچینې وایي، چې یو تن د طالبانو د وهلو ټکولو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

سرچینې خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې احمدولي د چهارشنبې په ورځ د کابل له اړونده سیمو نه ونیول شو او یوه ورځ وروسته طالبانو یې مړی کورنۍ ته وسپاره.

د سرچینو په وینا، طالبانو د احمدولي کورنۍ ته ګواښ کړی چې په دې اړه دې له رسنیو سره خبرې نه کوي.

تر اوسه پورې ددغه ځوان د وژلو انګېزه او نیول کېدلو لامل مالوم ندي.

ویل کیږي چې د احمدولي ورور شمس الله هم تېر کال په لیندۍ میاشت کې، د طالبانو تر شکنجې لاندې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړی له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیول شوی و.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More