ایټالیا کې سیلابونو لسګونه زره کسان بېځایه کړي

خبریال وېبپاڼه: د ایټالیا هیواد په شمال ختیځ کې مرګونو سیلابونو او ځمکې ښویدنې تر اوسه، تر ۳۶ زرو زیات کسان بېځایه کړي دي.
د اي ايف پي د راپور له مخې، د ايټاليا په شمال ختيځ کې سيمه ييزو چارواکو، د باران د زياتوالي له امله د بېړني حالت موده غځولې ده.
په ایټالیا کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله تر اوسه ۱۴ کسان وژل شوي او د «ایمیلیا رومانیا» سیمې د ښارونو او کلیو سړکونه، له اوبو ډک شوي دي.
د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني ویلي، چې په خپل هیواد کې د بیړني حالت له امله به په جاپان کې د اوو بډایه هېوادونو سرمشریزې سره ژر خدای په اماني وکړي.
په دې وروستیو ورځو کې بارانونو او سیلابونو، په دغه هېواد کې تر ۳۰۵ زیاتې د ځمکې ښویدنې پېښې رامنځته کړي. ددغو پېښو په پایله کې، د «راونا» په ښار کې، تر ۵۰۰ ډېر سړکونه ویجاړ شوي دي.
ددغه ښار چارواکو له ډېر خطر سره مخ سیمو اوسېدونکو څخه غوښتي، چې له خپلو کورونو ووځي.
ايټاليا تر دې مخکې هم د ورته پېښو شاهده وه.