لندن کې د افغان ښځو په ملاتړ غونډه کېږي

خبریال وېبپاڼه: لندن کې د افغان ښځو په ملاتړ غونډه کېږي.
ټاکل شوې چې نن د برېټانیا په پلازمېنه لندن کې له افغان ښځو سره د طالبانو د ظلم، د دوی پر وړاندې د زد کړو بندېدو او له دوی څخه د کاري حقونو اخېستو په غبرګون کې غونډه وشي.
په دې غونډه کې ډېره برخه ښځې برخه لري چې له نړۍوالو به وغواړي، ترڅو له طالبانو څخه د افغان مېرمنو حقونه واخلي.
په پام کې ده چې دې غونډې ته به د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او علي وزیر هم وینا وکړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ګڼو بهرنیو هېوادونو کې د افغان مېرمنو د حقونو لپاره غږونه اوچت شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د جي اوه هېوادنو هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې لګیدلي بندیزونه غندلي او له طالبانو یې د دغو بندیزونو لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More