د داعش جنګیالیو لسګونه ښځې او ماشومان تاجکستان ته وسپارل شوه

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د داعش له کمپونو څخه تاجکستان ته ددغه هېواد د ۱۰۴ وګړو د بېرته ستنېدو اعلان کړی دی.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په راستنو شویو کسانو کې تنکي ځوانان، ښځې او ماشومان شامل دي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د قزاقستان په غوښتنه، هغه پنځه تنه قزاقستاني وګړي یوه مور او څلور ماشومان چې په سوریه کې د داعش په کمپونو کې ول، هم په دې الوتنه کې تاجکستان ته راوستل شوي.
دا کسان د تاجکستان د هغو جنګیالیو خپلوان دي، چې له داعش سره یوځای شوي ول او په تېرو کلونو کې د سوریې د حکومت پرضد جنګېدلي دي.
په زرګونو بهرني وګړي، له دې ډلې سره هغه وخت یوځای شول کله چې داعش په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او سوریې په ځینو برخو کې، خپل «خلافت» اعلان کړ او ډیریو یې د دې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو ته خپلې میرمنې او ماشومان له ځانونو سره بوتلل.
وروسته له هغه چې په عراق او سوریه کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف په بریدونو کې، داعش له منځه ولاړ، کردي چارواکو په دوامداره توګه، د داعش د بهرنیو جنګیالیو له هېوادونو غوښتي، چې د سوریې د کردانو تر واک لاندې سیمو کې د بېځایه شویو خلکو له ګڼې ګوڼې ډکو کمپونو څخه خپل خلک وباسي.
خو بهرنيو هېوادونو د داخلي سياسي پايلو له وېرې، دغه جنګيالي په ډېر کم شمیر او هغه هم په جدا جدا ډول، خپلو هېوادونو ته ستانه کړل.