د ابن سینا د سولې جایزه یوه یهودي سازمان ته ورکول کیږي

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ اعلان کړی چې سږ کال یوې یهودی غیر دولتی موسسې، د ابن سینا د سولې نړیواله جایزه ګټلې ده.

دغه انسټیټیوټ نن اعلان وکړ، چې دغه یهودي سازمان پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له دغه هېواده د خطر سره مخ خلکو د خوندي ایستلو لپاره، د بشري دهلیزونو په جوړولو کې، مهم رول لوبولی دی.

د ابن سینا د سولې نړۍوالې جایزې د ورکولو مراسم به، د لړم میاشتې په ۵ نیټه چې د ۲۰۲۳ زېږدیزکال د جون له میاشتې ۲۶ نیټې سره سمون خوري، د برتانیې په پلازمینه لندن کې ترسره شي.

د دغه سازمان ترڅنګ یو شمېر خیریه بنسټونه او ډلې چې په برتانیا کې یې د افغان کډوالو په مېشتېدو کې مرسته کړې، ددې جایزې ګټونکي دي.

د ابن سینا د سولې کلنۍ جایزه، په ۲۰۱۸ زیږدیزکال کې پیل شوې او هغو اشخاصو، ډلو یا بنسټونو ته ورکول کېږي چې د مختلفو کلتوري او تمدنې پیژندنو په ساتلو کې یې برخه اخستې وي، او دغه راز د سولې او بشري پرمختګ لپاره هڅې کوي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغې ډلې له خوا د امنيتي ګواښونو له امله په زرګونو هېوادوال کډوال او له هېواده وتلي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More