تخار کې یو قومي مشر په مرموز ډول وژل شوی

خبریال وېبپاڼه: په تخار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یې د یوه قومي مشر ځړول شوی مړی موندلی دی.
د حاجي ګلاجان مړی، د سیمې د اوسیدونکو لخوا د تخار ولایت مرکز تالقان ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د (څینځایي) په کلي کې د برېښنا په ستنه پورې ځړولی، موندل شوی.
دا پداسې حال کې ده، چې د دې قومي مشر د مرموزې وژنې په اړه روایتونه توپیر لري.
یوه سرچینه وايي چې نوموړي د بېوزلۍ او لوږې له امله ځان وژنه کړې، خو بله سرچینه دا پېښه د طالبانو کار ګڼي.
په تخار کې د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي دي چې ۶۱ کلن حاجي ګلاجان ځانوژنه کړې ده.
د تخار ولایت د څینځایي کلی په تیرو وختونو کې د طالبانو یو مهم مرکز بلل کیده.
په دې وروستيو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د مرموزو وژنو پېښې زياتې شوې دي.
په وروستۍ پېښه کې د غوایي په ۲۶ مه، د غزني جاغوري ولسوالۍ په (غجور) سیمه کې د یوې نرسې مړی موندل شوی و، او له هغې یوه ورځ وروسته، د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د هزارباغ په کلي کې، د یوه پخواني سرتېري جسد موندل شوی و.