د ښځو لپاره کوم ډول نارینه ډېر جذاب وي؟

خبریال وېبپاڼه: يوازې ښايست يا پيسې د مېرمنو لپاره مهمې نه دي، کلونه کيږي چې څېړونکي په دې کار بوخت دي چې د ښځو ذوق مطالعه کړي او دا په ډاګه کړي چې څنګه نارينه د دوی خوښېږي. پدې ليکنه کې به د ښځو په اند د ښو نارينه وو ځينې خصوصيات درته وښيو.
۱ ـ د مخ ټپ: څېړنې په ډاګه کوي چې مېرمنې داسې نارينه خوښوي چې په مخ يا د بدن په کومه بله ښکاره برخه د زخم پاتې پرار ولري. ښځې باور لري چې هغه کسان چې پر خپل ځان ټپ لري زړور او شجاع خلک دي.
۲ ـ شرمندوکې مسکا: کوم کسان چې غواړي د ښځو لپاره جذاب و اوسېږي ورته په کار ده چې مسکا په خپل عادت بدله کړي. څېړنو په ډاګه کړي چې خندا هغه وسيله ده چې زړونه پټولی شي.
۳ ـ عمر: ښځې تر ځوانۍ يو څه ډېر عمر ته ترجع ورکوي دوی په دې باور دي چې د کم عمر خلک په مينه چندان نه پوهېږي، ژوند ته وارخطا وي او د لوی عمر خلک زياته تجربه لري او په نفس باور يې زيات وي.
۴ ـ سپماء: ځينې داسې مېرمنې هم شته چې زياتې پيسې مصرفوي يا په خپل خاوند دا بنديز نه لګوي چې بېځايه خرچې وکړي، مګر اکثره مېرمنې داسې نارينه خوښوي چې د پيسو د سپما په چل پوهېږي.
۵ ـ کورني حيوانات: څېړونکي په دې باور دي چې، مېرمنې هغه نارينه زيات خوښوي چې له کورنيو حيواناتو سره مينه لري، دوی فکر کوي چې داسې نارينه د مينې او مراقبت پياوړی حس لري او له اولادونو ښه ساتنه کولی شي.
۶ ـ د موسقۍ د ځينو آلو غږول: د يوې څېړنې په پايله کې ثايته شوې چې مېرمنې د هغو کسانو خواته زيات تمايل لري چې دوی کولی شي، د موسقي يوه نيمه آله وغږوي.
۷ ـ د خوشالۍ حس: ارواپوهان وايي مېرمنې هغو نارينه وو ته لومړيتوب ورکوي چې د خندولو وړتيا لري، د خوشالي پياوړی حس ورسره وي او طنزي خبرې وکړای شي.
۸ ـ بدني ژبه: ښه وجود، يا ښه باډي د جذابيت يو عام فورمول دی، مېرمنې هغه نارينه چې قوي ځان لري، يا ورزش کوي او ښه بدني ژبه لري خوښوي.
۹ ـ د خبرو مهارت: د مېرمنو له انده هغه کسان هم د واده لپاره مناسب دي چې په مجلسونو کې د خبرو ښه مهارت ولري او داسې خبرې وکړای شي چې تر فصاحت و بلاغت علاوه د خلکو توجه جلب کړای شي.