معترضې ښځې نړۍ ته: طالبانو ته باج ورکول د ښځو ژوندي ښخول دي

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ په یوه لاریون کې له طالبانو سره چلند په اړه د نړیوالې ټولنې پر سیاستونو نیوکه وکړه.

ددغه غورځنګ غړو نن په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي، چې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ نږدې دوه کاله تېرېږي او ښځې لا هم په خپلو کورونو کې بندیانې دي او د دوی په وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ددې غورځنګ په وینا، د افغانستان د نفوس نیمایي برخه “ښځې” له ټولنې حذفې شوي دي، دا غورځنګ ټینګار کوي چې د نړیوالې ټولنې لخوا د غوڅ دریځ نه نیولو له امله، طالبان تر پخوا «ډیر خونړی او وحشتناک» چلند کوي.

ددغه غورځنګ د غړو په وینا، طالبانو پر وړاندې چوپ پاتي کېدو دوام او  هغوی ته باج ورکول نه یوازې دا چې د ازادۍ، عدالت، دموکراسۍ او نړیوالو قوانینو خلاف کار دی؛ بلکې د افغان مېرمنو ژوندي ښخول هم دي.

دغه لاریونوالې مېرمنې وايي: «موږ له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړو، چې له طالبانو سره پټې معاملې پای ته ورسوي او د بشري حقونو سرغړونکو او پېژندل شویو مجرمینو ته د میلیونونو ډالرو مرستې له لېږلو ډډه وکړي.»

د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د تګلارې پرضد دغه لاریونونه، په داسې حال کې کېږي، چې دغې ډلې پر افغانستان د بیا واکمنېدو له پیل راهیسې د بشري حقونو او په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې، د نړۍ هېڅ غوښتنې ته غاړه نه ده ایښې.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More