د نېشنل جیوګرافیک ټولنې جایزه شبانه بسیج وګټله

خبریال وېبپاڼه: شبانه بسیج راسخ د افغان ښځو او نجونو د زده کړې په برخه کې، د فعالیتونو له امله، د نېشنل جیوګرافیک ټولنې، د ۲۰۲۳ زېږدیزکال د «کال غوره سپړونکې» جایزه وګټله.

د نشنل جیوګرافیک ویبپاڼې ددې انجمن د رئیسې (جیل تیفنتالر) له قوله راپور ورکړی، چې هغوي راسخ لدې امله چې «خپل ژوند یې د افغان میرمنو تعلیم او ژوند ښه کولو ته وقف کړی» ستایلې ده.

د نېشنل جیوګرافیک ټولنې مشرې جېل تیفنتالر وویل: «شبانه یوه تکړه، مخکښه او با استعداده میرمن ده، چې خپل ژوند یې د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او ژوند ښه کولو ته وقف کړی دی. هغه ښوونې او روزنې ته د لاسرسي، د مساوات او د تبعیض له منځه وړلو لپاره لارې چارې رامنځته کوي، د هغې زړورتیا او ژمنتیا یو الهام دی.»

د نشنل جیوګرافیک انجمن جایزه، هر کال د نېشنل جیوګرافیک سپړونکو ټولنې غړي ته ورکول کیږي، چې د نړۍ مهمو مسئلو او د ځمکې د وچې پر وړاندې ننګونې په ګوته کړي، ورکول کېږي.

شبانه راسخ په کابل کې لویه شوې او د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یې د طالبانو له نظره پټو ښونځیو کې زده‌کړې کړي دي.

شبانه راسخ له افغانستانه تر کډوالۍ وروسته په امریکا کې زده کړې وکړې او د «سوله» ښوونځي له بنسټ ایښودونکو څخه ده، چې د افغان نجونو لپاره د لوړ کیفیت زده کړو په برخه کې فعاله ده.

دا ښوونځی فارغو افغان نجونو ته نړیوالو پوهنتونونو کې د شامېلیدو چانس ګټلو چمتوالي په موخه درس ورکوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More