د ۱۸ افغان پناه غوښتونکو جسدونه هېواد ته راوړل شول

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په بلغاریا کې په یوه کانټینر کې د وژل شویو ۱۸ افغان کډوالو جسدونه یې هېواد ته راوړل شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي، چې د افغان کډوالو جسدونه نن هېواد ته راوړل شوي دي.

د دغو کډوالو جسدونه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له خوا خپلو سیمو ته انتقال شوي دي.

طالبانو د دغو جسدونو د سپارلو د ځنډ لامل د ترانزیتي شرکتونو د پیسو د لګولو په برخه کې د بلغاریا د حکومت ورو قضايي بهیر او د بانکونو محدودیتونه بللي دي.

طالبانو له خلکو غوښتي چې په ناقانونه توګه اروپايي هېوادونو ته لاړ نه شي.

د جمعې په ورځ، د همدې کال د فبرورۍ ۱۷مه د ۱۸ افغان کډوالو مړي د بلغاریا د پلازمېنې صوفیا په څنډه کې په یوه لارۍ کې وموندل شول، چې د اکسیجن د نشتوالي له امله مړه شوي وو.

په وژل شویو کې یو شپږ کلن ماشوم هم شامل دی.

په هغې ورکه شوې لارۍ کې چې د دغه هېواد د پولیسو له خوا کشف شوه، ۵۲ کډوال چې ډېری یې افغانان وو، د بلغاریا له لارې لوېدیځې اروپا ته د تلو لپاره په ځنګلونو کې پټ وو.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More