بهر کې د افغان مېرمنو پر ملاتړ د غونډو لاملونه او پایلې

خبریال وېبپاڼه: پر طالبانو له نړیوالو فشارونو سره سره بیا هم دې ډلې په افغانستان کې نجونو ته د زدکړو او مېرمنو ته د کار هیڅ اجازه ورنه کړه او لیدل کېږي چې دا کړۍ ورځ تر بلې نوره هم راتنګوي.

که څه هم تمه وه چې طالبان به د روان تعلیمي کال په پیل کې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي؛ خو دوی په موسساتو کې هم د مېرمنو پرکار بندیز ولګاوه.
پر مېرمنو د بندیزونو پرلپسې دوام د دې سبب شو چې یو وار بیا له هېواده بهر د افغان مېرمنو پر ملاتړ د لرو او بر افغان غبرګونونه راپورته شي پر دې ډلې د بهرني فشار راوړلو لپاره خپله وروستي افشنونه هم وکاروي.
طالبان اوس هم افغانانو ته فکر کوي چې د ۱۹۹۵ کال په څېر دي؛ خو اصلا دا یو لوېدلی فکر دی؛ له هېواد څخه د هېواد یوه مهمه او باسواده کتله وتلې او ښايي دا په راتلونکې کې هم د افغانستان او افغانانو په اړه د طالبانو د شومو موخو پر وړاندې خنډ شي.


همدې کتلې اوس مهال یو ډېر لوی حرکت پیل کړی او هغه دا ده چې په بېلابېلو هېوادونو کې یې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د لګېدلو بندیزونو پر وړاندې غږ پورته کړی او کوي یې.
د همدې غونډو پر دوام تازه په برېټانیا کې د لر او بر پښتون ولس ګڼو ځوانانو او دغه راز ډېرو مېرمنو افغان نجونو د حقونو لپاره په ګډه خپل غږ پورته کړ او له نړیوالو یې وغوښتل چې په دې اړه غلي پاتې نه شي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې په بهر کې د افغان د حقونو په اړه ولې لاریونونه او اعتراضیه غونډې زور اخلي؟
دا ښايي ډېر لاملونه ولري؛ خو زه یې یو څو دانې په ګوته کوم.

لومړی: که ولیدل شي په دې وروستیو کې نړۍ والو د افغان مېرمنو د حقونو په اړه یو څه چوپتیا غوره کړې، سره له دې چې وخت ناوخت یو نیم بحث راپورته کوي؛ ولې تېروه دوه لسیزو کې د دوی ښکېلتیا ته په کتو د دوی دریځ هغومره سخت نه دی.
همدا اوس هم له طالبانو سره تعامل لري، پټې او ښکاره ناستې لري او د خپلو ګټو لپاره یې افغانانو ته شاه کړې.
په تېرو دوه لیسزو کې به دوی ویل چې د افغان لاسته راوړنې او دیموکراسي د دوی لپاره سرې کرښې دي؛ خو نن نه د دموکراسي په کیسه کې دي او نه هم د افغان مېرمنو.
د دې له خاطره چې له نړیوالو څخه دا موضوع هېره نه شي او نه هم په دې اړه بېغوره پاتې شي، نو په بهر کې له افغانستان څخه وتلې لوسته طبقه هڅه کوي چې دا مسئله جدي ونیسي.


دویم: امریکا په افغانستان کې تېرې دوه لسیزې پر نړۍ د خپلې واکمنۍ د ساتلو لپاره ښه دوره درلوده؛ خو کله چې پوه شول جمهوریت د دوی له ګوتو وځي؛ نو له طالبانو سره یې ډیل وکړ او بلاخره یې دا ډله د یوې پروسې له مخې پر افغانستان واکمنه کړه.
که څه هم د دوحې په تړون کې یې ورسره منلې وه چې د ښځو حقونه به ورکوي، خو اوس چې طالبان د تړون دا ماده نقضوي امریکا هم چوپه پاتې چې بایدا داسې ونه شي.
کله چې په افغانستان کې د ترهګري ګواښ راپورته شي؛ نو امریکا نارې وهي چې له واشنګټن یې هم کنټرولوی شي؛ خو کله چې د افغانانو د حقونو مسئله وي؛ نو دوی ټولې خبرې یوازې تر ټام ویسټه پورې محدودې کړې دي.
نو په بهر کې د افغانانو دا غورځنګ نړۍ ته ښيي چې امریکا له افغانستان سره خیانت کړی او باید د دې خیانت حساب ورکړي.
دریم: طالبان فکر کوي چې په افغانستان کې دننه ولس یې یرغمل کړی او نور یې څوک پر دوی پیل شوي ظلمونه نه شي افشاه کوی؛ خو اصلا داسې نه ده. په بهر کې مېشت افغانان پر افغانستان واکمنو طالبانو ته ښيي چې دوی لاهم شته او په کور دننه به د افغانانو حقونه تر هغې غواړي، ترڅو چې ورکړل شوي نه وي.
څلورم: په افغانستان کې مېشتو یرغمل شویو افغانانو ته یو احساس ورکول چې لا یې هم د حقونو د غوښتې غږ خاموش نه دی.
دې ټولو ته په کتو ښايي په راتلونکې کې دا ډول ناستې نور هم زور واخلي او د اروپا په ګډون ښايي په اروپايي هېوادونو کې هم پیل شي.


پایله:
اوس مهال د افغانستان له ۱۵ میلیونه ډېر اوسېدونکي بهرنیو هېوادونو کې کډوال دي، ښايي دا افغانان منسجم او پر یو وخت له نړۍ والو وغواړي چې پر طالبانو فشارونه راوړي.
که د دوی ناستې همداسې دوامداره وي، نو لرې نه ده چې نړۍ به پرطالبانو فشار راوړلو ته په ریښتیني ډول مجبوره او بلاخره به د بلا له خوله معصومې افغان مېرمنې یوڅه وژغورل شی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More