تورک: طالبانو د افغان ښځو روحيه په بې رحمۍ سره زيانمنه کړې ده

خبریال وېبپاڼه: د بشری حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فولکر تورک د طالبانو له لوري د ښځو ضد محدودیتونو پر لګول کېدو په نیوکې سره وايي، چې دغې ډلې د افغان ښځو او نجونو روحيه زيانمنه کړې او د هغوی وړتیاوې ترې اخلي.
تورک دغه څرګندونې په ژنيو کې په يوه خبري کنفرانس کې وکړې.
هغه د دې په څرګندولو سره چې د طالبانو د جنسیتي تبعيض سیستم د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي، وویل: «د ښځو ځپل به افغانستان نور هم بې وسه او بې وزلی کړي.»
د تورک په وينا، د ښځو د ځپلو تګلارې نه يوازې په افغانستان بلکې په ټوله سیمه کې بايد منځه یوړل شي.
هغه وویل: «طالبان په کلکه غواړي چې د هیواد نیمایي نفوس د ورځني ژوند له ډګره وباسي. د جنسیتي تبعيض دغه سیستم د افغانستان د پرمختګ ظرفیت ضایع کوي.»
د يادونې وړ ده، چې طالبانو له خپلې واکمنۍ راهيسې ټولې ازادۍ په ځانګړې توګه د ښځو د کار او زده کړې حق سلب کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق تېر کال په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې له زده کړو د نجونو محرومېدل د افغانستان اقتصاد ته په کال کې ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان رسوي.