عمران خان: د پاکستان حکومت زما د ګوند د منحلولو په لټه کې دی

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ادعا کوي، چې د شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد حکومت د ده د ګوند پر غړو او لوړ پوړو چارواکو فشار راوړی چې استعفا ورکړي.
عمران خان دغه څرګندونې په یوه ویډیويي کلیپ کې کړې دي.
عمران خان په دې ویډیو کې ویلي: «دا یو داسې جبر دی چې د پاکستان په تاریخ کې مې مخکې نه دی لیدلی. که تاسو ووایئ چې تاسو د تحریک انصاف ګوند غړی یاست، نو تاسو به له تاوتریخوالي او جبر سره مخ شئ او زنداني به شئ. “که تاسو دا جادويي جمله ووایئ او ووایاست چې تاسو نور په تحریک انصاف ګوند کې نه یاست، نو تاسو به خوشې شئ.”
هغه ټینګار وکړ چې د تحریک انصاف ګوند مشهور ملاتړي او چارواکي د جبر لپاره په نښه شوي دي.
عمران خان زیاته کړه: “هغوی ټول په زندان کې واچول، زه حتی نه پوهیږم چې چا ته بلنه ورکړم.”
په همدې حال کې د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر او د عمران خان مرستیال فواد چوهدري د تحریک انصاف ګوند د مشرې شیرین مزارۍ له استعفا وروسته له ګوند څخه استعفا وکړه.
چودري په یوه ټویټ کې په پاکستان کې وروستۍ ناکرارۍ غندلې او لیکلي یې دي: “ما د خپل ګوند له مقامه استعفا کړې او له عمران خان سره جلا یم.”
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د روان کال د مې په نهمه د اسلام اباد په یوه محکمه کې د مالي فساد په تور ونیول شو.
د عمران خان نیول په ټول پاکستان کې د هغه د پلویانو له خوا د پراخو قهرجنو لاریونونو لامل شو.
له دغو مظاهرو وروسته د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته شو، دولتي ودانۍ وسوځول شوې او پوځي تاسیسات زیانمن شول.
خو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په دې وروستیو کې ویلي، چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف پر ګوند «په دغه هیواد د برید» په خاطر بندیزونه تر غور لاندې دي.