د زندانیانو له خلاصون وروسته دې د سولې مخامخ خبرې ژر پیل شي

خبریال وېب پاڼه/ د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته دې د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د طالب بندیانو له خلاصون سره باید د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

د افغانستان امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې د دوی د بندیانو په خلاصون سره دې د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

د دغې شورا په اعلامیه کې راغلي افغان دولت له طالبانو غواړي، چې تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي.

د دولت د سولې د هڅو په ترڅ کې پرون هم د ولسمشر غني له فرمان سره سم د څرخې پله له زندانه ۱۰۲ تنه نور طالب زندانیان خوشې شول، چې ورسره د ټولو خوشې شویو زندانیانو تعداد ۸۵۰ تنو ته ورسېد.

افغان دولت پر طالبانو غږ کړی، چې د حکومت له خوا د ورسپارل شوي لېست سره سم، د امنیتي ځواکونو غړي او ولسي خلک چې طالبانو تښتولي، له ځنډ پرته دې خوشې کړي.

د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین هم پرون ماښام په یوه پیغام کې د خپلو زندانیانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې دا بهیر ګړندی کړي.

له دې سره بیا نن د امریکا دفاع وزیر وویل، چې د افغانستان د سولې بهیر هغه ډول چې تمه وه ترسره نه شو ځکه طالبانو ونه شو کولای چې تاوتریخوالی کم کړي.

مارک اسپر وايي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو باندې د طالبانو بریدونو زیاتوالی موندلی او امریکا هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي آو ټینګار یې کړی دی چې اجازه به ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امن ځالې باندې بدل شي.

اسپر د افغان دولت او طالبانو له لوري د زندانیانو خوشې کېدو څخه هر کلی کوي خو بیا وايي چې دا بهیر باید د بین الافغاني خبرو د پيلېدو له پاره ګړندی کړل شي.

د امریکا دفاع وزیر وايي، په افغانستان کې له ټولو لوریو سره کار کوي، څو له طالبانو سره د امریکا لاسلیک شوی تړون په بشپړه توګه عملي شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More