خلیلزاد په افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره غږېدلی

خبریال وېب پاڼه/د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره غږېدلی دی.
زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر باجوه سره په فغان سوله او سیمه ییز امنیت خبرې کړې دي. دواړو لوریو په ځینو نورو مسایلو هم خبرې کړې دي.
ښاغلي خلیلزاد له تېرو دوو ورځو را هیسې ځینو هېوادونو ته د افغان سولې او بین الافغاني خبرو د پیل کېدو او په هغو کې د سیمه ییز اجماع د را منځته کېدو په نیت د یادو شویو هېوادونو له چارواکو سره خبرو کولو ته تللی دی.
وړمه ورځ په قطر کې د طالب اورپکو له استازو سره تر خبرو وروسته زلمی خلیلزاد پرون جمعه هند ته تللی ؤ او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جي شېنکر او د امنیت شورا له سلاکار اجیت دووال سره یې کتلي دي.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په هکله هر اړخیزې خبرې کړې دي. دواړو لوریو ژمنه کړې ده چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به خپله ونډه او رول ادا کوي.
ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې په هکله تازه معلومات هندي چارواکو ته ورکړي او دوی هم ویلي چې په افغان سولې کې چې د افغانانو تر مشرۍ لاندې وي، هر راز مرستې ته چمتو دي.
تر دې وړاندې خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو په باب خبرې کړې وې او ورته ویلي یې دي چې سولې ته د رسېدو لپاره باید دغه اورپکې ډله خپل تاوتریخوالی کم کړي او له امریکا سره د سولې په شوي تړون کې کړو ژمنو باندې ودرېږي.
خلیلزاد په خپل یوه ټویټ کې ویلي وو چې له ملا برادر سره یې له کرونا ویروس سره د ښې مبارزې په موخه د تاوتریخوالي په کمولو او د بندیانو د چټکې تبادلې هخوا په بین الافغاني مذاکراتو خبرې کړې دي.
د تاوتریخوالي د کمولو خبرې داسې مهال بیا را برسېرنې کېږي چې تازه طالب اورپکو د خوست امنیه قومندان په شهادت رسولی دی. نوموړی تېره شپه د سړک غاړې ماین باندې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د شنونکو په وینا امریکا هم هڅه کوي په سیمه کې د افغان سولې لپاره سیاسي موازنه را منځته کړي او په دې توګه له پاکستان هغه کرېډېټ پرې کړي چې تل یې په افغان سوله باندې د اخیستلو هڅه کوي.
دا په یوه میاشت کې پاکستان ته د خلیلزاد دویم سفر دی.