ننګرهار کې د جنازې په مراسمو چاودنې ٧٢ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېب پاڼه/ ننګرهار کې د جنازې مراسم کې د چادونې له امله ۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي کوز کونړ ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې د رامنځته شوې پېښې له امله ۱۵ تنه شهیدان شوي او ۵۶ تنه نور ټپيان دي.

په شهیدانو کې د ولایتي شورا غړی عبدالله ملکزی لالاخان او ټپیانو کې د ولسي جرګې غړی ملک قیس نوراغا ملکزی شامل دي.

پېښه د کوز کونړ ولسوالۍ د سیمه اییزو پولیسو قوماندان شېخ اکرام چې تېره شپه د زړه ناروغۍ له امله وفات شوی وو، د جنازې د مراسمو وړاندې نږدې یوولس بجې د ځآنمرګي برید له امله رامنځته شوې.

د زیات شمېر ټپیانو روغتیایي حالات هم نازک ښودل شوی دی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ننګرهار ولایت ښيوې ولسوالۍ کې په جنازه کې چاودنه طالبانو پورې اړه نه لري او دغه پېښه غندي.

نور جزییاتو لپاره خبریال ویب پاڼه وڅارﺉ!

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More