د پي ټي ایم پر مخکښ مشر علي وزیر مقدمه درج شوې

خبریال ډاټ کام: په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د خلاصون وروسته دا ځل د دې غورځنګ په بل مخکښ مشر علي وزیر باندې هم په چارسده کې مقدمه درج شوې، خو د نیولو په اړه یې لا څه نه دي ویل شوي.

د معلوماتو له مخې په علي وزیر هغه مهال مقدمه درج شوې ده چې هغه د مارچ پر لومړۍ نېټه په چارسده کې د “پي ټي ایم” یوې لویې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال د ریاست او ریاستي ادارو پر ضد څرګندونې کړې وې.

ویل کېږي چې په علي وزیر یاده مقدمه د چارسدې په پړانګ تاڼه کې درج شوې ده، خو په مقدمه کې د هغه د نیولو پر موخه څه نه دي ویل شوي او د سیمي پولیسو هم ویلي دي چې پر علي وزیر صرف مقدمه درج شوې.

د چارسدې سیمي پولیس ادعا کوي چې پر علي وزیر یوازې مقدمه درج شوې او د نیولو په اړه یې دوی ته هیڅ راز سپارښتنه نه ده شوې، خو دوه نور کسان بیا د پاکستاني بیرغ د څیري کولو له امله زنداني شوي دي.

علي وزیر د دې مقدمې په اړه په خپله څه نه دي ویلي او نه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ کوم بل مشر یې په اړه څرګندونې کړي دي.

علي وزیر د منظور پښتین را وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر بلل کېږي چې ډیری وخت بې له کوم ډاره د پاکستاني ریاست پر ضد څرګندونې کوي.

علي وزیر تل د ریاست پر ضد په ډیر ډاډه زړه غږیږي او په پښتنو د ریاست له لوري له شویو ظلمونو یې پرده پورته کړې او لاهم په دغو مبارزو بوخت دی.

علي وزیر د تېر کال روژې میاشتې په پای کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغه لاریون وروسته نیول شوی و چې په خړ کمر سیمه کې شوی و، خو لاهم د ریاست پر ضد په څرګندونو بوخت دی.

علي وزير هغه مهال د محسن داوړ سره یوځای نیول شوی و هغه وخت پر محسن داوړ او علي وزیر پاکستاني حکومت تور پورې کړی و چې ګواکې په پوځیانو یې د لاریون پر مهال ډزې کړې وې.

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په دې وروستیو کې ډیر ځلي نیول کېږي، څه د پاڅه میاشت وړاندې د دې غورځنګ مشر منظور پښتین هم نیول شوی و چې یوازې یوه اونۍ وړاندې راخوشې کړی شو.

په پښتین هم تور لګول شوی و چې ګواکې د پاکستان آئین، پوځ او ریاستي ادارو پر ضد یې څرګندونې کولې، خو پي ټي ایم د ریاست ادعا بې بنسټه بللې وه او ویلي وو چې د دې غورځنګ مشران او غړي ځکه نیول کېږي چې د ریاستي ادارې د ظلمونو پرده پورته کوي او د پښتنو حقوق غواړي.

منظور پښتین د لر او بر په ګډون په ټوله نړۍ کې له پرله پسې احتجاجونو وروسته پاکستاني ریاست له زندانه خوشې کړ چې د ازادیدو سره سم یې د ریاست د ظلمونو پر ضد لومړنۍ څرګندونې هم وکړې.

منظور پښتین وویل، چې د غورځنک په مشرانو او غړو مقدمې درج کول او زنداني کول به هیڅ کله هم د دوی مبارزه کمزورې نه کړي، بلکې لا به انرژي ورکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More