د  مصالحې عالي شورا بودجه ۷۰۰ میلیونه افغانۍ ده

خبریال وېب پاڼه/ د عبدالله عبدالله له لوري د مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو کار!

د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د وزارتونو او ریاستونو وېش په سر خبرې لاهم پای ته نه دي رسېدلي
عبدالله عبدالله په کابینه کې د ۵۰ سلنې ونډې تر لاسه کېدو سره د مصالحې عالي شورا تشکیلاتو باندې کار پيل کړی.

عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینې وايي چې په اوس مهال کې ارګ او د ثبات او همپالنې ډله د وزارتونو د وېش په سر باندې خبرې کوي چې عبدالله عبدالله یې باید ور وپېژني.

خو ځینې حقوق پوهان وايي چې د دې هوکړه لیک د اجرا له پاره هېڅ قانوني اجرا وړاندوینه شوې نه ده او دواړه لوري د اخلاقي اړخه اجرا ته اړ دي.

دغه هوکړه‌ لیک چې اشرف غني او عبدالله عبدالله پرې لاسلیک کړی یوه بله ضمیمه هم لري.

دغه ضمیمه چې واک کې د ثبات او همپالنې ټیم د گډون جزییات په ډاگه کوي؛ تر اوسه د خلکو له سترگو لرې ساتل شوې، هغه گډون چې په کې ویل شوي د یو شمېر مهمو ادارو او کابینې پنځوس سلنه غړي د عبدالله له خوا ور وپېژندل شي.

د سرچینو په وینا، اوس مهال د عبدالله عبدالله استازي ولسمشرۍ ماڼۍ سره د هغو وزارتونو او ریاستونو په ډاگه کولو باندې بوخت دي چې مشرتابه به یې د ښاغلي عبدالله له خوا ور وپیژندل شي.

په ظاهره عبدالله عبدالله خپلو‌ متحدینو ته د یو شمېر دولتي ادارو او د کابینې پنځوس سلنه څوکیو له ترلاسه کولو وروسته، لستوڼي بډ وهي څو د ملي مصالحې شورا رامنځته کړي.

ځیني حقوقي پوهان وایي چې اشرف غني سره د عبدالله عبدالله هوکړه لیک حقوقي اړخ نه لري او د پلي کېدو ضمانت یې هم یوازې اخلاقي او سیاسي دی.

عبدالله څخه چې د سولې بهیر مشري یې په غاړه اخیستی له همدا اوسه تمې لوړې دي، هغه بهیر چې د افغانستان راتلونکی به ورسره تړاو ولري.

له دې ټولو سره، وروستیو کالونو کې هغو بنسټونو لپاره چې د سولې تر نامه لاندې یې فعالیت کاوه ډېرې بودجې هم لگښت شوي دي، یو شمېر با خبره سرچین‎ي وایي چې حکومت د ملي مصالحې عالي شورا لپاره، اووه سوه میلیونه افغانۍ بودجه په پام کې لري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More